د شهید هیله: * دمروننداری

 نثار احمد بهین 

دشهید هیله

دمروننداری

به احترام این بیت مرحوم اسماعیل بلخی شاعر نام آور کشور این نظم ترتیب یافته است و خدمت شما عزیزان ذیلاً پیشکش است:

جناب بلخی چنین عرض حال دارند:

*ما جان به فنا دادیم تا زنده شما باشید

بر خاک مزاری ما دایم به دعا باشید*

د شهید هیله:

ما ځان درنه کربان کړ چی تاسی آرام اوسی

راځی چی می زیارت ته تل لاس په دعا اوسی

محتاج د بل څه نه ایم دعاګانی مو کافی دی

خنداو کی می یاد کړی منکر د ژړا اوسی

هیواد پسی خفه ایم، آرمانونه شو نیمګړی

خدمت کی د هیواد هم نن او سبا اوسی

نن زه در څخه لاړم، سبا نور هم راروان دی

دی لنډ غوندی ژوندون کی خوشحال په دنیا اوسی

یوه ورځ به داسی راشی چی ګوتی به چیچی بیا

بهتره به وی دا چی له اوسه صلاح اوسی

بدی کړی نوره بنده، وروری له سره پیل کړی

چی نور درته حیران وی او تاسی رضا اوسی

تر څو به چړی ګرځی د نورو مدرسو کی

ای خلکو لږ راویښ شی خپل ځان له ملا اوسی

که غواړی چی «بهین» په کبر کی آرام وی

خپلواک ساتۍ هیواد پر مخ د رڼا اوسۍ

ماینز ـ جرمنی ـ۰۲.۱۰.۲۰۱۴

د مړو ننداری :

هر قانون کی فرد تابع د جماعت دی

وایی اجماع کی هم ثواب هم برکت دی

کوم کسان چی پر ځان نه منی دا اصل

شرمنده هم په دنیا هم آخرت دی

هره ورځ زمونږ کورو کی جنازی دی

هره ورځ دلته دمړو ننداری دی

زمونږ خاوره کی پیدا شو عجیبه ډول مسلمان

چی نه خیال ساتی دخدای نه دقران

دا په ژبه درته وایی کلمه د «محمد»

ولی اصل کی شیطان دی په ایمان

هره ورځ مونګه په ویر یو

هره ورځ مونګه دلګیر یو

څو اوباشو ښخی کړی دی منګلی پر دی خاوری

لګوی د هر افغان پر مخ شوکاری

نه پوهیږم دا له کوم نسله پیدا دی

په وحشت کی یی نړی نه ښیی ساری

هره ورځ زمونږ کورو کی جنازی دی

هره ورځ دلته دمړو ننداری دی

څو چی دا ملک او جهان وی

څو چی دا جاهل وحشیان وی

خوار، غریب به تل ځوریږی

تباهی به د افغان وی

هره ورځ به مونږ په ویر یو

هره ورخ به مونږ دلګیر یو

راشه یو موټی،یو ځان شو وطنداره

یو له بل ځینی کربان شو وطنداره

په رښتینی او صداقت سره لاس یو کړو

ستر ملت او «یو» «افغان» شو وطنداره

هره ورځ زمونږ کورو کی جنازی دی

هره ورځ دلته دمړو ننداری دی

په غمونو دی غمیږم ای افغانه

په دردونو دی دردیږم ای افغانه

لیری اوسی هم له درده هم له غمه

په وار وار درته ځوریږم ای افغانه

هره ورځ زمونږ کورو کی جنازی دی

هره ورځ دلته دمړو ننداری دی

ای زما دسترګو توره ای افغانه

لږ په مینه ما ته ګوره ای افغانه

حسادت او کینه پریږده خدای لپاره

دا «بهین» نه واوره وروره ای افغانه

هره ورځ زمونږ کورو کی جنازی دی

هره ورځ دلته دمړو ننداری دی

ـــــــــــــــ