رفیق لعل‌پادشاه عالمی یکی از قهرمانان قیام ریشخور و یکی از قربانیان دوره سیاه حکمروایی خونبار حفیظ‌الله امین

قیام ریشخور (22میزان 1358) یکی از صفحات درخشان مبارزه افتخار آمیز شماری از فرزندان صدیق حزب دمکراتیک خلق افغانستان بر ضد استبداد دوران سیاه امین و امینی‌ها است که کمتر در مورد آن نوشته شده است.

یکی از سازماندهنگان این قیام، زنده‌یاد رفیق لعل‌پادشاه عالمی است که از سال 1343 افتخار عضویت ح.د.خ.ا را داشت و با به قدرت رسیدن امین و شهادت فجیع رفیق نورمحمد تره‌کی عملاً سازماندهی فعالیت بر ضد باند جنایتکار امین را به عهده گرفت و با فداکردن جان خویش تا آخرین راه به تعهد خویش در راه آرمان خلق وفادار ماند.

رفیق لعل‌پادشاه شب 23/22 میزان 1358 توسط عارف عالمیار از منزلش دستگیر و بعد از شکنجه‌های طولانی بتاریخ دهم ماه قوس 1358 با جمعی دیگر از رفقا از جمله استاد سلام، آقاگل بائس، غلام رسول کهسان، استاد ذکریا، عبدالعزیز بسام، داکتر صدری و داکتر عوض توسط جانیان امینی  به شهادت رسید.

 آخرین پیامش این بود: «ملگرو د انقلابي مبارزی بیرغ د تل لپاره اوچت وساتی!»

***

بیوگرافی زنده یاد عالمی را فرزند برومند و مبارز موصوف دلاور عالمی ځدران برای ما ارسال کرده اند که با سپاس فراوان زندگی نامه پرشور این مبارز بی ترس را نشر می‌نماییم.

هرگاه برای یاد نام و کارنامه‌های افتخارآمیز سایر اشتراک کنندگان قیام ریشخور  مطالبی از جانب اعضای خانواده، رفقا و دوستان در اختیار ما قرار گیرد آن را همگانی خواهیم ساخت.

درود بر جان‌باختگان قیام ریشخور و نفرین بی پایان بر جانیان امین!

دلاور عالمی ځدران

 د لعل پادشاه عالمي لنډه پیژندنه:

 لعل پادشاه د عالم شاه خان ځوی په (۱۳۲۰) لمریز کال کې د پکتیکا ولایت د ورژانه په کلي کې زیږیدلی دی او د دیني علومو مدرسه (لمړنی ښوونځی)  یی  په خوست کې او متوسطه او د لیسې دوره ئی د کابل ښار د رحمان بابا په لیسه کې د یو ممتاز شاګرد په توګه په عالي درجه پای ته ورسوله.

عالمي د خپلې تقوا او دیني پوهې له امله د رحمان بابا د لیسې په شاګردانو کې په ملا مشهور وه. د لیسې څخه وروسته د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې شامل شو. هغه د لیکوالی او سخنوری په برخه کې نسبت نورو محصلانو ته ډیر ښه وځلیده، چې د تحصیل په دوران کې د ده ډیرې مقالې چاپ او نشر شوې.

لعل پادشاه عالمي په سیاسي اعتراضاتو کې د پوهنتون د محصلینو په سازماندهی کې ډیره فعاله ونډه درلوده ، چې څو ځلې د مسؤلو مقاماتو لخوا تر تهدید لاندې راغی. د عالمي ویناوې د متعلمینو او محصلینو په غونډو کې د دوی د ذهني ویښتیا او هوښیاری او د فقر او طبقاتي ظلم پر خلاف د دوی په تشکل کې ډیر قوی رول درلود. عالمی په ۱۳۴۳ کال د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند غړی شو. ډیره موده تیره نه وه چې د ده سیاسي شخصیت نورو ګوندیانو ته د منلو او احترام وړ وګرځید. عالمي د عالي تحصیلاتو څخه وروسته د اطلاعات او کلتور په وزارت کې د یوې شعبې د آمر په حیث ، او بیا د هرات د تاریخي آبداتو د ساتنی د رئیس په توګه ، د بیهقی موسسی طبع او نشر د رئیس په توګه، د دولتي مطابعو د رئیس په توګه، او د تجارت وزارت د هیواد داخلی تجارت د رئیس په توګه او د فراه ولایت د والی په توگه دولتي دندې ترسره کړي دي. د هند ، چین، هانکانګ ، کوریا، شوروي اتحاد او بلغاریا رسمي سفرونه ئی درلودلي دي.

د خاین امین د ګوندي او دولتي کودتا او د نورمحمد تره کي له شهادت څخه وروسته، عالمی ته د خاین حفیظ الله امین مطلق‌العنانه ظالمانه رژیم د یو تعداد سازشکارو سیاسي رهبرانو بې کفایتي، بې غیرتي او تردد د منلو او زغم وړ نه وو. هغه د خپلو انقلابي ملګرو سره د خپل تاریخي مسؤلیت له مخې د ۱۳۵۸لمریز کال د تلې د میاشتې د ۲۲ نیټې واقعي خلقي وسله وال امینی ضد انقلابي پاڅون (ریشخور پاڅون) چې د وخت غوښتنه وه، د خاین امین د فاشیستي رژیم پر ضد سازماندهي کړ. پاڅون د دوو معلوم الحاله عمومي خلقیانو د خیانت په وجه ناکامه شو. عالمی د ۱۳۵۸ کال د تلې د میاشتې د۲۲/۲۳ نیټه د شپې پر ۹ بجو د عارف عالمیار لخوا له کوره راوویستل شو او زندان ته واچول شو. په سبا ورځ د تلې په ۲۳ نیټه د ده په کور کې ځوی راوزیږیده. دی د ژوند تر آخره پورې ونه توانیده چې د خپل ځوی مخ وګوري او هغه په خپله غیږ کې ونیسي، او لږ تر لږه د یو ځل لپاره پر هغه د پلارولۍ په عطوفت او مهربانی باندې د نوازش لاس راکش کړي.

په هر حال هر عاقل ځوی ته د پلار تاریخي افتخارات د پلار د نوازش پر ځای دي نن ورځ د ده د ځوان ځوی سترګې د پلار د عکس او انقلابي کارنامو سره آشنا دي او پرې ویاړی.

یو عیني شاهد وائی چې عالمي د خپلو انقلابي ملګرو د خلاصون لپاره د خاین امین له مرګوني عذاب او زندان څخه، هغوی ته وویل چې د تلې د میاشتې د ۲۲ نیټې د واقعي صفته خلقي وسله وال امینی ضد انقلابي پاڅون پړه پر ما او استاد سلام باندې واچوی، تر څو د استاد حبیب وطنیار غوندې تر امینی شکنجو لاندې ضایع نشی. عالمي او د ده ملګري د جلاد امین په زندان کې ډیرې سختې او له انساني حوصلې څخه د باندې ورځې تیرې کړې.سره له دې چې د جسمي او روحي شکنجو لاندې ئی شپې سبا کولې، بیا هم خپلو ملګرو ته ئی د مقاومت او زغم بلنه ورکوله، او هغوی ته ئی د افغاني اصیلو مبارزینو د بریالیتوب امیدواري ورکوله.

د ۱۳۵۸ کال د لیندی د میاشتې په لسمه نیټه کله چې په ډله ایزه توګه د پلچرخي له زندان څخه پرته له محاکمې لعل پادشاه عالمی، استاذ سلام، آقاګل بائیس، غلام رسول کهسان، استاذ ذکریا، عبدالعزیز بسام، ډاکتر صدری او ډاکتر عوض د جلاد امین د جلادانو لخوا د وژلو ځای ته وړل کیدل ، په دې وخت کې عالمی خپلو انقلابي ملګرو ته چې د هغه په شاوخوا کې ولاړ ول، مخ راواړاوه، او په خلقي انقلابي او افغاني متانت د لوړې هیوادپالنې په روحیی سره داسې وویل: ملګرو د انقلابي مبارزې بیرغ د تل لپاره اوچت وساتی!

  دا قهرمانان په همدغه ورځ د امیني جنایتکار بانډ لخوا د پلچرخي په پولیګون کې په ګولیو وویشتل شول، دوی د افغانستان او افغان ملت د نیکمرغی، پرمختګ او آزادی لپاره د شهادت جامونه وڅکل .

  د دوی پاک ارواح دې ښاد وي، د دوی یاد تل پاتې دی او مونږ د دوی انقلابي لارې ته ادامه ورکوو.