د ملنگ؜ جان خوږی نغمی (غورچاڼ) شاعر: محمدامین «ملنگ جان» باز تایپ و تدوین دیجیتال : رفیق قاسم آسمایی باز پخش : انتشارات راه پرچم

ادبي آثار د یوه ملت د فکري او فرهنګي ژوند ژوندي یادګارونه دي. د وتلو او نامتو شاعرانو کلام نه یوازې د خپل وخت د احساساتو، هیلو او فکرونو هنداره وي، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره هم د الهام سرچینه ګرځي. له همدې امله د داسې آثارو ساتنه او خوندي کول د فرهنګي مسئولیت تر ټولو ارزښتناکه برخه بلل کېږي.

دا کار یوازې د څو پاڼو د نقل یا ثبتولو عمل نه، بلکې د یوې فکري شتمنۍ د ژغورلو او د راتلونکو نسلونو لپاره د هغې د خوندي کولو هڅی دي.

کتاب چې یوازې په چاپي بڼه پاتې شي، د وخت له تېرېدو، د کاغذ له زړېدو او د لاس؜رسي له محدودیتونو سره مخ وي. خو کله چې همدغه اثر دیجیتال شي، نو د زمان او مکان له بندیزونو ازادېږي؛ لوستونکي کولای شي هغه هر ځای او هر وخت ولوستلای شي. په دې توګه د شاعر فکر، احساس او هنري پیغام د یوې محدودې کړۍ له منځه راوځي او د پراخ فرهنګي افق برخه ګرځي.

هغه شعري ټولګه چې اوس د لوستونکو مخې ته په دیجیتال بڼه وړاندې کېږي، د یوه پېژندل شوي او ولسي شاعر خدای بښلي ملنگ جان د «خوږې نغمې» شعري ټولگې غورچاڼ تر سرلیک لاندې د دغه ټول‌منلي ملي او حریت پسند شاعر د  فکري او هنري هڅو یوه ارزښتناکه  بېلگه ده. دا اثر پخوا په چاپي بڼه خپور شوی او د ادب مینه‌والو تر لاسونو رسېدلی و، خو د زمان له تېرېدو سره چاپي کتابونه کله ناکله له لاس؜رسي وځي او د لوستونکو نویو نسلونو ته یې رسېدل ستونزمن کېږي.

د همدې اړتیا له مخې د کتابونو دیجیتال کول یو ارزښتناک فرهنګي کار دی. د کتاب دیجیتال بڼه نه یوازې دا چې د اثر د ساتنې لاره هواروي، بلکې دا زمینه هم برابروي چې د لیکوال اثر او د شاعر کلام د زمان او مکان له محدودیتونو څخه ووځي او د نړۍ په هر ګوټ کې د ادب مینه‌وال ترې ګټه واخلي.

پدې ارزښتناک کار کې د ادب او فرهنگ د رښتین مینه‌وال او خدمتگار ښاغلي قاسم آسمایي او د پرچم د انتشاراتو هڅې د قدر او ستاینې وړ دي. ما د کتاب د یو مینه‌وال لوستونکي په توگه تل د ښاغلي آسمایي له دیجیتال کتابونو گټنه کړې ده او په څیړنیزو لیکنو کې مې دده له برکته ډېرو کم‌پیدا کتابونو ته لاس؜رسي پیداکړی ده. نو ځکه یې خپل دَین بولم چې کورودانی ورته ووایم او په دغه ارزښتناک کار کې ورته د حوصلې او بریا  هیله وکړم.

ارواښاد ملنگ‌جان په پښتو او پښتونوالې مئین هغه ملي شاعر  دی، چې شعرونو  یې د موسیقي په بدرگه د پښتنو په حجرو او دېرو  کې د هېوادپالنې، خپلواکۍ غوښتنې او ملي یووالي د روحیې خوشبویه عطر پاشلې او لا پاشي به یې.

قاسم آسمایی د کتابونو د دیجیتال کولو په لړ کې، داځل د دغه پیاوړي شاعر د ادبي میراث د ساتنې لپاره هڅه کړې ده، څو د شاعر غږ او پیغام د وخت له دوړو خوندي پاتې شي او تر راتلونکو نسلونو ورسېږي. دا هڅه یوازې یو تخنیکي کار نه دی، بلکې د فرهنګي وجدان او ادبي مینې څرګندونه ده.

هیله ده چې د دې کتاب دیجیتال بڼه به د شاعر د کلام د بیا لوستلو او پېژندلو لپاره نوې دروازې پرانیزي او د ادب مینه‌وال به ترې هغه خوند واخلي چې د اصیل شعر له لوستلو څخه ترلاسه کېږي.

 

  محمدصفر خواریکښ

۲۰۲۶/۰۳/۱۳- کوپنهاگن

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د ملنگ_جان خوږی نغمی (غورچاڼ)