د اتفاق او یووالی په هکله :

 د اتفاق او یووالی په هکله :

هر ویاله چی وی یوازی وچیدل یی برخلیک ده
څاڅکی که را ټول شی لو ی دریاب ځنی جوړیږی

د یوی لښتی ماتیدو کی ستونزه نشته
ستونزه دګیډی په ماتیدو کی ده چی زور غواړی

څو جلا یو دزخمی ګوتو په شان یو
کله که یو سوک شو ډیری خولی به شی پری ماتی

***

دا وروستی بیت مرحوم پژواک په دری ژبه که غلط شوی نه ایم داسی ویلی وو:
تا جدا ایم انګشتان افګاریم ما
مشت اګر ګردیم ازاو دندان ها خواهد شکست
ملا او اخوند:

که قسم راکړی په ذات د کردګار
په وار وار به درته وکړم دا اقرار
څو ملا او اخوند ورک نشی له ملکه
نه به صلحه ووینی او نه قرار

***


دقدرت جنګ :

نن باران دی دبمونو پر کورونو او پټیو
دانسان مړی خوراک شو ل دکارغانو او چینجیو
هره ورځ مو په هیواد کی دقدرت پر سر ناورین دی
او س دعوی ده شروع شوی پر منصب او پر چوکیو

ولایاتو کی مو جنګ دی،پر والی او پر وزیر
یو وایی زما برخه شوه کمه،هغه بل واخیسته ډیر
عدالت او انصاف نشته په تقسیم کی دقدرت
که خواستونه پوره نشی بیا نیسو دجنګ تدبیر

جهادیان هم په غصه دی،وایی دا یو حقیقت دی
دا هیواد دی مونږ نیولی پخپل زور او خپل قوت دی
دا ملت له مونږ څه غواړی؟مونګه خپله حقداران یو
دغه ملک دی خدای راکړی او زمونګه غنیمت دی

دا چی ګورم فکر راشی،لدی خلکو نه امید دآبادی
لکه کرښه پر اوبو ده چی روانه وی بیړی
زه «بهین» دزړه بیان چا له عیان کړم
نشته څوک چی پر زخمی زړګی می کیږدی بیا پټی


نثاراحمد بهین