للمي ذهنونه

للمي ذهنونه

دسهارونو د وږمو د تن د عطرو د پلو له څنډو،

دښکلاګانو د خندا له کړسه،

دشعر بوی ،

دچا للمي ذهن مشام باندې څڅېږي که نه؟

خدایزده چې نور به د نارنج د ګلخندا د شنه کمیس له لمنڅنډه الفبا دمینې،

دوچکالو د زړونو دښتې وتروي او که نه؟

دکلیوالو پر ساده ساده لمونځونو باندې،

چې سترې پانګې یې دي هیلي او وسلې یې اوښکي،

بلا کلونو نه رادېخوا خپاره کړي دي شېطان وزرونه.

او دغنمو یوه دانه، 

دجنتونو د بازار د نعمتونو بدله کې پر آدم خرڅوي 

ځي د حوا د ګرېوانه له ريښکو لاس تېروي

او تر قیامته دتروې مڼې په خرپ کې رسوي یې د هوس بستر ته.

دا بې لامله نده ،

چې دقابیل او د هابیل په شان تر ننه له قاتل اومقتول پرته بل څه نه زېږوي.

فاروق فردا