صديق كاوون
“د آرمان کلي ته …”
تشې خبرې د امکان کلي ته نه رسیږي
دا کږې لارې د جانان کلي ته نه رسیږي
کږې وږې غاړې اوښان ، کاږه واږه بارونه
دا قافله خو د آرمان کلي ته نه رسیږي
چینې د سترگو مې د تا له غمه وچې شولې
د اوښکو رود مې د گرېوان کلي ته نه رسیږي
له اسویلو نه مې نیمگړې تمنا کړې وه
دغه سېلۍ خو د توفان کلي ته نه رسیږي
پر زړه راوټوکیږي ، وځلیږي ، ورژيږي
وړه سپرغۍ د کهکشان کلي ته نه رسیږي
للمي غاټول په وچه دښته کې خپل زړه کرلی
تږې اروا یې د باران کلي ته نه رسیږي .