ببرک کارمل د وحدت او اتحاد تأمین ضرورت Babrak Karmal

ببرک کارمل
د وحدت او اتحاد تأمین ضرورت
جریده تابناک پرچم
شماره چهل و سوم دوشنبه ۲۲ جدی ۱۳۴۷ ۱۳ جنوری ۱۹۶۹
زموږ په وطن کی د ضد ملی اوضد دموکراتیک اوسنی حاکمه نظام له استقرار نه کلونه تیریږی. او ددی په ارخ کی د افغانستان د وطنپالونکو او ترقی غوښتونکو قوتونو له خوا، د دی استبدادی نظام د طردولو او د یو ملی دموکراتیک نظام د استقرار د پاره پراخ مجاهدات شویدی. مګر له بده مرغه تر اوسه پوری تولو مجاهداتو ماته کړیده او ارتجاعی حاکمه طبقه هماغه راز خپل جابرانه تسلط ته دوام ورکوی. دلته یو پوښتنه پیدا کیږی چه د دی مجاهداتو په جریان کی د وطنپالونکو او ترقی غوښتونکو د ماتی علتونه څه دی؟
باید وویل شی د دی مقالی هدف، د ترقی غوښتونکو او وطنپالونکو قوتونو دله کامیابیدو د ټولو عینی او ذهنی عللو او عواملو طرح نه ده، بلکه دلته د پورتنی پوښتنی په ځواب کی یوازی د دی مسالی یو مهم عامل د راتلونکو معضلو بحثونو لپاره د مقدمی په حیث څیرو.
دادنه کامیابیدو او ماتی مهم علت چه زموږ په هیواد کی یی د مرتجعو او مستبدو حاکمه قوتونو عمر اوږده کړیدی. هغه انشعاب، افتراق او نفاق دی چه د هیواد د ملی او مترقی نهضت په بهیر کی د ترقی غوښتونکو او وطنپالو قوتونو ترمینځ پیدا شویدی.
مشهوره ده چه (اګوست ببل) په ۱۹ پیړی کی د آلمان د کارګری نهضت او دسوسیال دموکرات ګوند یو مشهور لارښونکی په رایشتاک (دآلمان پارلمان) کی په ناڅاپی توګه د مجلس ښی لاس د نمایندګانو له چکچکو سره مخامخ شو. ده چه انتظار نه درلود د پارلمان مرتجع وکیلان د ده وینا تایید کاندی له ځان سره یی په لوړ آواز وویل: »ای احمقه بوډا بیادی څه گلان کړلی دی چه دا ځناوران خوښی کوی.«
واقعیت دادی چه کله کله کیدی شی د دښمن له عکس العمل نه په حقیقت یو شو.
اوس ټولوته ښکاره ده چه په ملی او بین‌المللی عرصه کی ټول ارتجاعی حاکمه محافل او امپریالیستان څنګه په مترقی او ملی نهضت کی د اختلاف له وجود نه خوشحاله دی او له هغه نه پخپله ګته بهره اخلی.
د اطلاعات او حقایقو سره سم همدا اوس د افغانستان حاکمه قدرت پر له پسی په دولت کی او له هغه نه د باندی د امپریالیستانو په توګه په ټولو قوت او ضد انسانی شؤنو په ټولو وسایلو هڅه کوی چه د هیواد د ترقی غوښتونکو او وطنپالونکو قوتونو تر منځ اختلاف، انشعاب، تفرقه اونفاق زیات زور اودیر شدید کړی او دهغوی ترمنځ وحدت او اتحاد ناممکن کاندی او له خوشحالی نه ورته وناڅی. هغوی هر ورځ فعالیت کوی چه د تفتین، جاسوسی، افشاکړی او د آزادی غوښتونکو او وطنپالونکو په صفوفو کی د راز راز درواغو، تورونو او بی اعتمادیو د خپرولو په وسیله د خپل عمر د بقا لپاره حد اکثر استفاده وکړی. داڅکه چه حاکمه ارتجاعی قدرت دا تجربه کړیده چه د ترقی غوښتونکو او وطنپالونکو، د ملی او دموکراتیکو فوتونو یعنی (د خلکو دوستانو) اتحاد او وحدت مستقیما متناسب دی د هغوی (د خلکو دښمنانو) له طرد او اضمحلال سره.
مګر د ملی او اجتماعی آزادی بښونکو نهضتونو د تاریخ تجربه یی چه ستر هدف ته رسیدل یعنی په هیواد کی د ستمګر او استثمارګر نظام پای ته رسول د ترقی غوښتونکو او وطنپالونکو قوتونو د وحدت او اتحاد عنصر ته ضرورت لری. خو له بده مرغه د مبارزی د دی پرمختکونو تولو د وحدت او اتحاد کار زموږ په هیواد کی، د نهضت د اوسنی مرحلی په سرکی يه کلک بحران اخته شویدی. او دا ددی لپاره چه د هیواد ترقی غوښتونکی وطنپالونکی قوتونه د دی پر ځای چه سترو ملی او اجتماعی هدفونو ته د رسیدو لپاره د اشتراک پر وجوه تکیه وکړی او په اوسنیو اوضاعو او احوالو کی د وحدت او اتحاد چاره مقدمه وشمیری. زیادتره د افتراق او نفاق وجوه په نظر کی نیسی او د عمل وحدت نفی کوی.
په لوړ آواز اعلان کیږی چه: باید د دی حیاتی او مهمی نکتی ته ژوړه توجه وشی چه د ارنجاعی قوتونو د ناثاپی یرغل او تعرض د واقعی خطر په مقابل کی، بی اعتنایی چه هره شیبه د ریښتینو ملی او دمواکراتیکو قوتونو په مقابل کی مقدور دی ډیره ستره اشتباه ده.
لویه بدبختی دا ده چه د نهضت اوسنی انکشاف څومره چه د ترقی غوښتونکو او وطنپالونکو قوتونو تر مینځ نفاق او افتراق راپیدا کړیدی د دی پخلاف یی د حاکمه ارتجاعی طبقاتو تر مینځ د وحدت او اتحاد زمینه پیاوړی کریده، باید وویل شی د حاکمه قدرت د ناثاپی حملی خطر، له یوی خوا د خلکو د دوستانو دهمدی افتراق او نفاق له کبله او له بلی خواه د خلکو د دښمنانو (ارتجاع او امپریالیزم) د اتحاد او زیاتیدونکی هوښیاری له کبله او ددی لپاره چه ورخ تر ورځی د نهضت دضد تاکتیکونو په تجروبو تجهیز کیږی، ډیر زیاد شویدی.
ددی نفاق او افتراق مسأله او طبیعی نتیجه داده چه خلکوته ضرر رسیږی او دخلکو دښمنان ګته کوی. د دی لپاره چه د دی نتیجی د تحقق واقعی علت له منځه لاړشی، ضرورت حکم کوی چه باید ژر تر ژره د اوسنی افتراق او نفاق په بحران برشو او وحدت او اتحاد تأمین کړو.
د افغانستان د خلکو دموکراتیک قوت په مبارزه کی د خپلی سختی ولی ویاړ جنبی وظیفی څخه، د وحدت او اتحاد د تأمین په خاطر د نرمی منونکو اصولو په چوکات کی خبر دی او له تولو وحدت طلبو او اتحاد غوشتونکو قوتونو سره به په شجاعت او زړورتیا او له اصولی ګذشت سره یوڅای خپل سهم په دی زمینه کی ایفا کړی.
موږ کلک ایمان لرو چه کیدی شی د ملی او ولسی جرګو په توګه د یو افغانی وحدت او اتحاد ترمیز را وڅرخیږی او د ګډو وجوهو د پیدا کیدو د حداقل مشترک پروګرام د طرحی له لاری او د ارتجاع، استبداد استعمار او امپریالیزم پر ضد د مشترک عمل او وحدت عمل په وسیله دنفاق او افتراق په بحران باندی بری میسر شی.
* * *
یاداشت:
ګران لوستونکی دی د پرچم متعددو ګڼو ته چه د ترقی غوښتونکو او وطنپالونکو ملی او دموکراتیکو قوتونو د وحدت او اتحاد د ضرورت به باره کی یی په مستقیمه او غیرمستقیمه ټوګه په لسهاوو مقالی لیکلی دی مراجعه وکړی. موږ په بیا هم د پورتنیو قوتونو د وحدت او اتحاد په خاطر خپل علمی او مشخص بحثونه تعقیب کړو.
**************************
جریده تابناک پرچم با ویرایش جدید و اصل

کلکسیون جریده تابناک ( پرچم)
در تارنما های ذیل:
در دسترس شما قرار دارد
بخش کلکسیون پرچم تارنمای حقیقت
*****************************
www.haqiqat.org
*************************
تارنمای مستقل کلکسیون پرچم
**************************
http://parjam.jimdo.com/
*****************
تارنمای پرچمداران
***************************
http://www.parchaamdaran.org/
*******************
تارنمای راه پرچم

Home page


—————–
www.parchaamdaran.org