دلوړو او سپیڅلو آرمانونو هودمن،مخګښ او مبارز شاعرملگری صدیق کاوون شعرونه

 

شنه خوبونه

آسمانه بس دی نور مې مه زوروه ،
نوره مې زړه کې شيمه پاتې نه ده .
نور مې د سترگو په غمجنو شپو کې ،
وروستني ستوري هم راونړېدل .
بس دی همدومره چې تر اوسه پورې ،
لکه د شمې غوندې ،
وسومه ،
څاڅکی ،
څاڅکی ويلې شومه .

څو مې د هيلو کرونده د اور په گاټو ولې ،
څو مې په سترگو کې د اوښکو توفانونه کرې .
څو مې شعرونو ته د تورو وينو رنگ ورکوې ،
څو مې پر شونډو د شينکي آرمان غزل وژنې ؟.

بس دی نور نه شم ليدای ،
د تورو وينو د څپو پر اوږو
د سرو گلونو رژېدلې غوټۍ ،
او د باروتو په ترخه دود کې ،
د اور په لښتو کې ښکېل شوې رژېدلې پاڼې .

ما مې په ستړو سترگو وليدل چې ،
شپه د آسمان له بامه ولوېدله .
لمر له ژورې څاه راووت او غونډۍ ته وخوت .
باران د ونو په شينکي ذهن کې ،
د سرو گلونو پسرلی و کاره .
څپه د سين پر غاړه ماته شوله
او د توفان نفس په لار کې وسو .
او د شنو ولو له ښاخونو ځنې ،
د ليرې سيمو مسافرې مرغۍ والوتلې .
او د بلبل اوښکه ،
له سترگو وڅڅېده لاړه وروستی ټکی شو د غم فصل ته .

ما د وږمې په آيينه کې پسرلی وليده ،
چې له اوږدو مزلونو ستړی زموږ باغ ته راغی ،
او د غوټۍ غوږ کې يې وويلې :
چې ورېځه ، يعنې گلان .
چې اوښکه ، يعنې شعر .
چې شعر ، يعنې مينه .
چې مينه ، يعنې ژوند .
يعنې زموږه هلې ځلې او اوږده مزلونه ،
ټولې د مينې په نوم ،
ټولې د ژوند له پاره .

خو لکه خوب غوندې ،
لاړه له سترگو نه پناه شو او له ذهنه ووت .

او زه په ستړو سترگو وينمه چې ،
زموږ د کلي کږلېچنه لاره ،
د اور اغزو نيولې
او د ژوندون سوداگر ،
د پسرلي د شنو خوبونو وږمه ،
د اور په گاټو ولي .
او د عشقونو خندا ،
د گل پر سرو نازکو شونډو وژني .
او لا تر اوسه پورې ،
په شنو گلبوټو باندې ،
د شنه شبنم پر ځای ،
د اور او وينو بارانونه اوري .

آسمانه بس دی نور يې نه شم ليدای ،
نوره مې زړه کې شيمه پاتې نه ده .

که د سکروټو ژبه گونگه نه شي ،
او که د وينو د باران څاڅکي ،
زموږ د کلي لاره هېره نه کړي ،
زه به په کومو سترگو لمر ته ګورم ،
او په کومه خوله باندې به ،
د گل سپېرو څانگو ته وخاندمه .
او د ژوندون شعر به ،
څنگه په خپلو رېږدېدلو گوتو وليکمه ؟؟
آسمانه بس دی …
نور مې مه زوروه .
***
نا آشنا

وچه دښته کې روان دی کاروان چېرته
لېږدوي مې د خيالونو جانان چېرته

هغه مستې ميکدې ماتم کدې شوې
کوچيدلي له دې ښاره ، مستان چېرته

لا يې اوس هم د پښو خاپونه ښکاري
پر دې لاره باندې تللي ياران چېرته

د غوټيو شونډې وچې شوې له تندې
برمته کې چا نيولی باران چېرته

په دونيا کې د جنت په مزو سر شو
ملا چېرته ، حورې چېرته ، غلمان چېرته

ما يې يو وېښته په ټول جهان ور نه کړ
تا سودا کړ د تازي په دوکان چېرته

په دروغجنو پسرليو باور نشته
د بادونو خدای کرلي گلان چېرته

نا آشنا راته ښکارېږم په دې ښار کې
زړه مې چېرته رانه پاتې دی ، ځان چېرته .

***

له دېوالونو سره

هره شيبه له خړو خړو دېوالونو سره
د زړه خواله کومه .
*****
هر سبا يي چې مې له خوبه سترگې و غړيږي ،
د خړو وسپنو تړلې دروازه و وينم
او د کوټې د دېواله له داره زوړنده کوچنۍ کړکۍ ،
چې د هوا غلی تصوير يې له زاړه او سولېدلي قابه گوري راته .
او دېوالونه ، بس يواځې دېوالونه ،
چې لاسونه يې ورکړي يو له بله سره .
او ورو په ورو رانږدې کيږي ماته .
کله چې ساه باسم ،
لکه څپېړه مې پر مخ لگيږي،
خو زه لگيا يم هره ورځ له دېوالونو سره ،
د زړه خواله کومه .
*****
چې د ماښام لښکرې راشي ، خپلې تورې جنډې
د دېوالونو پر سر ورپوي ،
د لمر گزمه ، ستړې ستومانه ، بيا له دنگو دنگو غرونو واوړي ،
زه د څلورو دېوالونو په ساړه تابوت کې وغځېږم
او د خوبونو ښاپېرۍ مې ، په پستو وزرونو ،
ځان سره بوځي کومې لرې نا آشنا سيمې ته ،
چې نه کړکۍ ، نه دېوالونه ، نه د وسپنو تړلې دروازې وي پکې .
نه څوک هوا لکه تصوير په قاب کې بنده ساتي .
زه لکه ښاده او آزاده مرغۍ ،
هره خوا والوزمه ،
هره خوا وگرځمه .
د هرې ونې پر تنکيو پاڼو زړه وموښم .
د هر گلبوټي د غوټيو خوږې شونډې ښکل کړم ،
او د هر چا غوږ کې د مينې ترانه و وايم .
*****
کله چې ستړی شم ، راوگرځمه ،
او د خپل زړه دنيا ته ننه وزم
بيا له ختيځه تر لوېديځه ، له شماله تر سهيله پورې ،
بېرته هماغه دېوالونه او د وسپنو تړلې دروازې و وينم
او د کوټې د دېواله له داره زوړندې کوچنۍ کړکۍ
چې گلوزره وږمې ،
لکه د مړو تصويرونه ، په زاړه او سوليدلي قاب کې بندې ساتي .
*****
زه له دې خړو دېوالو ستړی يم ،
زه له تړلو وسپنيزو دروازو ستړی يم
زه له دې زوړندو کړکيو ،
له زړو قابونو ،
کرکه لرم .

***** ***** *****