(شهید فیض محمد) د یو ر ښتنی وطنپال په هکله ، یوه نه هېرېدونکې خاطره

(شهید فیض محمد) د یو ر ښتنی وطنپال په هکله ، یوه نه هېرېدونکې خاطره

په ۱۳۵۴ هجری ش کال د ۹ ټولګی زده کونکی وم . د منځنۍ ښونځۍ سرمعلم صنف ته راغی ویی ویل چه ؛ نن یو ډیر لوړ او پر وطن میئن شخصیت زموږ ولسوالی ته راځی . لازم ده چه تود هرکلی وشی .
هلکانو له سرمعلم صاحب څخه و پوښتل چه دغه محترم څوک دی ؟!
له بده مرغه د سرمعلم صاحب نوم می همداشیبه په یاد ندی پاتی ، په ډیر ویاړ سره یی وویل ، هغه د کورنیو چارو وزیر ښاغلی فیض محمد خان وزیری صاحب دی .
لنډ داچه ، وزیر صاحب ولسوالی ته تشریف راوړ ، ولسوال ، د ولسوالۍ مامورینو ، د ښونځۍ ښوونکو ، زده کوونکو او د سیمی سپین ږیرو یي تود هر کلی وکړ .
وروسته د روغبړ څخه ، ځینو قومي مشرانو وزیر صاحب او ور سره هیئت ته بلنه ورکړه چه ولسوالۍ ته د نیږدی پراته ( زاړه کوټ ) کلی ته د ډوډۍ د خوړلو او د ځایی ستونځو دحل په اړوند د خبرکولو لپاره ، ورسره لاړشی .
وزیر صاحب چه د ډیرو دلوړو اخلاقو خاوند او په سیمایزو دودنو ډیر پوه شخصیت وه ، د دوي بلنه یې به ورین تندی و منله .
کله چه کلی ته ورسیدو ، یو سپین ږیری وزیر صاحب ته وویل چه ، په ما پسي زما کورته را ځه !
بل سپین ږیری هم وزیر صاحب ته ورته وړاندیز وکړ . دریم سپین ږیری هم ….
وزیر صاحب حیران پاتی شو چه ، د چا سره لاړشي ؟
کلی چه د یوې غونډۍ په لمن کې پروت و، لاندی یي د مټک ( جهرمغز ) لویه ونه وه او شنه پاکه شګه هم وه ، د محترم وزیری صاحب ورته پام شو . سمدلاسه یی سپین ږیرو ته مخ کړ او ور ته یی وویل چه ؛ تراوسه څه چه تاسو وویل ما در سره و منل ….
اوس به زما منئ ….. !
که په رښتیا غواړي چه زه در څخه خوشحال لاړ شم نو ، یوه ټوټه د جواري ډوډۍ د تروو ( شړومبې ) سره راوړئ چه له ډیرې مودې وروسته یی د دغې ښایسته ونې د سیورې لاندې په ګډه سره وخورو …….!
د وزیر صاحب د وړاندیز په مطلب ټول خلک پوه شول او په وطنې منیه قبول کړ .
تر ډوډۍ خوړلو او د ماسپښین تر لمنځه وروسته د سیمی د ستونځو د حل او د حکومت د تګ لارې په باره کې ډېرې مهمې او ارزښتانکې خبرې و شوې .
د هغه خبرو او فیصلو له جملو څخه خواره مهمه فیصله ، پاکستان ته د چهار تراشو ( لرګو) بندیز وو .
دقومونو مشرانو د حکومت سره ژمنه وکړه چه ،تر دې وروسته به پاکستان ته چهار تراش نه وړي .
حکومت هم ژمنه وکړه چه ، د لرګو د خرڅون او رانیولو لپاره به د خوست او ګردیز په ښارونو کې ورته اډې ( هډې ) جوړوی …..
د فیصلی پرعملی کولو ، دواړو خواوو د خیرد دعا لاسونه پورته کړل …….
وزیر صاحب فیض محمد خان وزیری چه د هیواد د شریفو ولسونو منځ کې په تیره بیا د لویې پکتیا په عزتمنو ولسونو کې يي ډیر زیات محبوبیت درلود، د حکومت د ژ منې سره سم د ګردیز او د خوست په ښارونو کې د چهار تراشو آډې ( هډې) جوړې کړې .
د ثور د ۷ نېټی د انقلاب ، پاڅون ، کودتا …) وروسته په ۱۳۵۹ کال کی فیض محمد خان د قومونو ، سرحدونو او د قبایلو د چارو د وزارت د وزیر په تو ګه وټکل شو .
په ۱۳۶۰ کال کی د نوی دولت د تګ لاری او پلانونو د توضیح کولو پخاطر د پکتیا ولایت د ځدراڼو غیرتمن قوم سره په ځدراڼو کې لیدنه درلودله . د عزتمنو او میلما پالو ځدراڼو له خواه یي د ډولونو( دهلونه ) سرڼیو په غږولو یی ډیر تود هر کلی وشو ……..
د افغانستان نه پخوله کیدونکی دښمن ( پاکستان ) د وزیر صاحب سره نه یوازې د لویی پکتیا د میشتو ولسونو د مینې ، د ډیورنډ د ننګینې کرښې د هغې غاړی د مینی له دردلو څخه ډیر اندیښمن شووی وه . د دغه تشویش درفع کولو لپاره یی خپل پخوانی غلام د ای اس ای رسمی چارواکی چه په قوم ځدران دی ، جلاالدین حقانی ته دستور ورکړچه ، دغه د دوي د سترګو اغزی ، پر افغانستان میئن افغان ، وزیر صاحب فیض محمد خان وزیری باید ژوندی بیرته کابل ته ستون نشی . افغانانو شعوری د ښمن حقانی او دهغه ترهګرې ډلې د خپل بادار ( ای اس ای ) امر ،کله چه وزیر صاحب د مازدیګر د لمانځه پخاطر د خوړ ( سند ) پر غاړه په اودس کولو بوخت وو ، له وریه یی په نښه کړ دانسانیت ، افغانیت ، پښتونوالۍ ، ځدراڼوالۍ د منل شوواوصلو خلاف یی په شهادت ورسوه .
د شهید فیض محمد خان په مرګ نه یوازې د ا فغانستان پتمن ولس ژړل بلکه ، کاڼو ،بوټو، ونو رغونو …. هم پرې اوښکې تویی کړی او عاملین یی په ډیرو سختو جملو وغندل ……
اروا د ښاده او یاد تل وی !
نوټ :محترمودوستانو ، که د شهید فیض محمد خان وزیری صاحب څخه خاطرې لري ، را سره شریکی یی کړی منندوی به می وم . همداراز که زما د خاطرې د نمیګړ تیاوو په ارې کولو کې را سره مرسته وکړي ، لویه مهربانی به مو وی .
په درناوی !

نور منگل