سلیمان لایق تور،سور او شین مداری

سلیمان لایق تور،سور او شین مداری!

سلیمان لایق تور،سور او شین مداری
گرانو دوستانو او ملگرو لمری تاسوته احترام او سلام وراندی کوم او بیا تاسو ته عرض وکرم چه دغه لاندی لیکنه ما د شاغلی سلیمان لایق د شعر په مقابل کی لیکلی وو چه د هغی شعر موخه د ملګری کارمل ناحقه او بیمورد تخریب وو ، او دی د خپل تیر شوی ژوند ته بد وویل او بی ځایه پښیمانی وښودله ، له شعر نه داسی معلومیژی چه چاته خپل وعده ترسره کوی .
که چوکی او مقام درته ورسیژی،
خپل چړچی وکړی رهبر ښه دی او که درته ونه رسیژی رهبر خاین دی. د کلو کلو یوځای مبارزه ، یوه ایدیولوژی لرل او په تولو تصمیمونو کی یو، درهبر تر رهبری لاندی وزیر، ریس ، د لویو موقفونوسره اجتماع کی کار او لوی لوی خبری او لافونه وهل او د دولت له امکاناتو او صلاحیتونو نه ګټه اخیستل ، اوس تخریب دروغ اغوا او دخپل لاری او هدف نه اوښتل ، د انسان له شان او شوکت څخه لری دی. ته تکړه شاعر یی، ښه احساساتی شعرونه وایی، مګر په سیاست کی یو تسلیم طلب ، قرصت طلب، جاه طلب ،ډارن ، ماجرا جو او اوس هم خام یی .( ته دورځی د نرخ سره سم ډودی خوری)، هر څوک چه په قدرت کی وی ته دهغی شاته یی. ته د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند په اول او دووم انشعاب کی د همغی رهبر شاته ودریدی چه اوس یی په شعر کی تخریبوی ، ته پوهیدی جه ستا بازار چیری ګرم دی، ستا ملګرو تاته عزت ورکوله او ستا احترام په ګوند کی زیات وو ، رهبر همغه رهبر وو چه اوس یی له شرمه پرته تخریبوی. دثور تحول راغی اوس نو ته ښه پیژندل کیژی، د چوکی لپاره ته دامین او دهغی باند خواته موضع غوره کړه ولی د چوکی لپاره د خوخواهی او جاه طلبی لپاره، تا غوشته چه د وزارت چوکی و ساتی او دا چه پرګوند او نهضت څه راځی تاته اهمیت نه درلوده. که دی په یادیژی او حتما دی یادیژی کله چه په ۱۳۵۷ کال دثور د تحول په دووم میاشت کی چه پلخمری ته دی د ګوندی وحدت دمشکل دحل لباره راغلی وی، تا د رشوت خوارو نه په لوی میتنګ چه په سیلو کی چوړ شوی وو حمایت او دفاع و کړه ددی پرڅای چه هغوی ملامت کری خلکو ته دی وویل چه دا تاسو وی چه پیسی مود مامورینوپه جیب کی اچول او هغوی مورشوت خواره باندی تبدیلاوه ، ددی پرڅای چه درشوت اساسی عوامل تشریح کړی او د خلکو ذهنیت روشانه کړی په انحرافی او غیر منطقی خبرو دی تاکید کول. بله داچه کله چه په صنعتی بغلان د قند دفابریکی په کلوب کی چه تا د ګوندی مسولینو سره جلسه دایره کړه په اول کی ته د خلیل موج ( د امین دباند ډیر شریر او هغوی ته دیر اعتمادی غٍړی چه پس له امین او د امینیانو دسقوط نه څانمرګی وکړه) په مقابل کی ډیر بیشرمانه کرنش وکړه او څان دی ورته په خبرو ډیر ټیت وښودله ، ته په هغه وخت کی د سیاسی بیرو غړی وی او موج یو عادی ګوندی کادر وو، ستا برخورد دترس او ډار نه دک وو. کله چه خلیل موج له جلسی ووته په سالون کی یوازی پرچمیان وو چه د ولایتی او د پلخمری دښاری کمیتی غړی حاضر وو، تا په ډیره بی حیایی سره پرچمی ملګرو ته لاس و خوزاوه او دی وویل ما داسی مکوی ( تا خپل لاس ته داسی حرکت ورکړه لکه څوک چه د بد اخلاقی په هدف چاته لاس وخوزوی)ماپه عراق کی مه سفیروی. قضاوت تا ته ده چه خپل ځان ته څه نوم ږدی؟ ته امین ته یو انقلابی او یو قهرمان ویل او هغی باندی دی ایمان پیداکړی وو. بله خبره دا چه ته چه د۱۳۴۶ نه تر ۱۳۵۷ کال چه د د حاکم دولت پر ضد او مخالفت مبارزه کوله د ببرک کارمل شاته ولاړ وی او هغی سره په یو لار اویو ستراتژی او تاکتیک روان وی اما کله چه حفیظ اله امین قدرت ته ورسید دفعتا خلقی او د امین په ثنا او صفت مشغول شوی دهغی په پلوی نه تنها خپل ملګری دی خوشی کړه بلکه ته د جلاد او خونخوار امین سره یو څای خپل ملګری تهدید، محبوس او شهیدان کړه . نه شرمیژی او پخبل ژوند کی باید دخبلو ملګرو او وطنوالو څخه عذر وغواری او دا نو هغوی پوری اړه لری چه تا بښی یا نه. راغلو د داکتر صاحب نجیب الله دوری ته . داکتر صاحب خوتاته لوی لوی موقفونه ورکړه ، ته یی د ګوند د معاون په صفت را چګ کړه او د مرکزی کمیتی د ابرات کارونو تاته وسپارله او ستا ډول پیشنهادونه اول ځای نیوه، تا له هغی سره څه وکړه، پس له دی چه هغه دملل متحد دفتر ته پناهنده شو تا ورته ولی دومره ناوره او د انسانی کلام او عفت نه لری ناجایزی کلمی استعمال کړه ستا به ښه یادیژی چه د مرکزی کمیتی په لوی جلسه کی د مرکزه غړو او دولتی مقاماتو په مقابل کی څه د اهاتن نه ډکی کلمی او جملی وویل ، خپل وجدان سره قضاوت وکړه.

ع.ر.طلوع