د “قطر تړون” لیکوال:ملگری میرعبدالواحد سادات ژباره : ملگری محمد صفر خواریکښ

سريزه

دا رساله د “قطر تړون” په باب د یو لړ حقوقي- سياسي ارزونو لرونکې ده چې تېر زېـږدیز کال کې له دې قلم نه خپرې شوې دي.

د دې رسالې له بحثونو مخکې، بايد په ټينگار سره یادونه وکړم چې: سوله زموږ د مظلومو خلکو بنسټيزه غوښتنه او واقعي اړتيا او د افغانستان د ساتنې او پايښت شرط دی.

د سکالو د ارزښت په پیژندنې سره، د سولې او د افغانستان مسايلو او مصيبتونو په اړه ليکل، د«ليکلو شوق» يا د دنمارک له «عاج برج» څخه نسخه ليکل نه، بلکې زما لپاره دحقوقو او سياسي علومو د يو شاگرد په توگه، د حق او حقيقت او د لوړو حقوقي ارزښتونو د دفاع اصلي انگیزه ده، چې په رڼا کې يې رښتينې او تلپاتې سولې ته لاسرسی شونی دی. د يو روشنگر افغان په توگه ځان د هيواد او خلکو پوروړی او خپله وجداني پازه گڼم چې د ټپي مورني وطن غږ پورته کړم.

په داسې حال کې چې د ۲۰۰۴ز کال راهیسې د بيلابيلو سرليکونو لاندې د «سولې ځلوبي» په باب آوازې او ډنډورې مطرح دي او له ۲۰۱۲‌ز کال راهیسې په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر فعال دی. په کابل کې د سولې په باب له ناستو ،کنفرانس او له طالبانو سره د اختر د درې ورځني اوربند وروسته، د ولسمشر ترامپ، په يو هالیودي څرخيدو کې، دا بهير د يوې پروژې په کچه د هغه د ټاکنيزو موخو په چوپړ کې شو او د ”قطر سريال” له طالبانو سره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانگړي استازی دوکتور خليلزاد له اتلس مياشتو او یوولس دورو ناستو وروسته د دوحې په ”تړون” تمام شو.

په دې توگه، د ”بن غونډې” له کږې خښتې نه د عبرت له اخیستلو پرته يې، بله کږه ودانۍ په داسې ډول «مهندسي» کړه چې پایلې يې له افغانستان نه د لبنان جوړول او د سقوط او… په مخځوړ ودرول دي.

اوس دا د افغانستان هسکېرلي او سولې ته تږي خلک دی چې: چې د طالباني شرارت په برزخ کې د منځنيو پېړيو امارت او ”سلطاني” جمهوريت او د فساد واکمني د رغاوي غوښتنه، بايد او د مجبوريت له مخې د(رند مؤسسې، جي اچ کيو او آي اس آی، د ایران پاسدارانو، ”د واک دويش لپاره ائتلافي انتقالي دولت” او د کابلوف ” پراخ بنسټه اسلامي حکومت” نسخې دژغورنې اکسیر وبولي.

له دې امله، اړينه ده چې د سياسي هوښيارتيا په رڼا کې او د افغانستان د لوړو گټو او مصلحتونو په پام کې نيولو سره، آر(اصلي) کړۍ وپېژنو چې د هغې په وسيله، له هغه «نسکورېدو» او «پرېکېدو» مخه ونيول شي چې زموږ خلکو د شلمې پېړۍ په وروستيو کې دوه ځله هغه ډاروونکې تجربې ازمايلې دي او د همدغې پېژندنې پر بنياد بايد؛ د نظام او په اساسي قانون کې د کښل شويو ارزښتونو ساتنه زموږ د کار په سرليک کې ځای ولري.

دغه سترې ملي هيلې ته لاسرسی، د افغانستان دولت او طالبانو د مخامخ او بې قيد و شرطه خبرو له لارې مشروطې سولې ته رسېدل شونې کوي. دولت او طالبان بايد تل په ياد ولري چې د جگړې افت د پاي ته رسېدو لپاره یوازې د سياسي حل لار شتون لري. د افغانستان مظلوم خلک چې نږدې نيمه پېړۍ يې تپل شوې جگړه زغملې ده، د دې حق لري چې رښتينې او تلپاتې سولې ته ورسېږي.

څرگنده ده چې خلک، نه امارت او اسارت ته غورځېدل غواړي او نه د دې پلويان دي چې له لاسته راوړنو د ”عثمان کمیس” جوړ شي.

کله چې دجمهوريت خبرې کېږي، په ياد مو وي چې دا اصل له يونان او روم او په ځانگړې توگه د کانت او روسو د روشنگرۍ له پير وروسته، په دوه واکمنيو: ملي واکمنۍ او د قانون واکمنۍ کې تعریف او توپیر کېږي چې ”اسلامي امارت ” دغه دواړه نه مني.

د ملگرو ملتونو سازمان د منشور او بين‌المللي ميثاقونو له مخې او داساسي قانون سره سم ملي واکمني په انحصاري توگه په خلکو پورې تړاو لري او د هغې په عملي کولو سره خلک د سياسي رژیم د ډول( نوعيت) او د هيواد مشرتابه په باب تصميم نیسي. ملي ارادې او د ملي واکمنۍ د حق څرگندولو ته د دولت او طالبانو د وفادارۍ معيار ، سراسري اوربند لور ته تگ دی، ترڅې مظلوم خلک د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره خپله غوښتنه په آزاد ډول څرگنده کړي.

اوس چې د امريکا د نوي ولسمشر اداره د «بيا کتنې» خبرې کوي، باید په لوړ غږ د خلکو د دې روا غوښتنې غږ چې: «بيا کتنه» که له ډاروونکي چلند سره مخه ښه« لوټه ايښودل او له اوبو تېرېدل» او افغانستان ډوبول وي، په لومړي گام کې باید د هغه هيواد د «کوږ يې ونیسه مه يې تويوه» سياست رښتينی مصداق پيدا کوي.

د افغانستان خونړۍ تراژيدي او دوام يې د بهرنې لاس وهنې او تيري پايله ده او اوسنی گډوډ حالت په وروستيو دوه لسيزو کې د امريکا د متحدو ايالتونو او انگلستان د «کوږ يې ونیسه مه يې تويوه» سياست محصول دی چې په پاکستان کې د ترهگرۍ د ونې په خړوبولو او زموږ په هیواد کې يې د څانگو په قلمولو(غوڅولو )، زموږ د ويرژلو خلکو روزگار تباه کړی دی. ترهغه وخته چې پاکستان د ترهگرو لپاره خوندي پناهځای او پر فساد سالارانو د مهربانۍ لاس موجود وي، د سولې خبرې، به همداسې «ځلوبی » وي.

دا رساله د همدې تاريخي ضرورت له مخې چې د افغانستان له برخليک ټاکلو سره غوټه شوی دی، چمتو شوې ده، په داسې حال کې چې زموږ د وطن د تاريحي دوښمنانو چاړه هډوکي ته رارسېدلي له په څنډه تېرېدو پرته، په سپينه او رښتينه توگه، د خلکو له نومه او د هغوی دژغورنې په پار څانگيز او روښانوونکی غږ پورته کړو.

پورتنۍ موخه پدې رساله کې په دولسو څپرکو کې مطرح شوې ده او د ”دوحې تړون” د منل شويو بين‌المللي رښتو(حقوقو) سره سم د امريکا د متحدو ايالتونو دولت د حقوقي او اخلاقي ماتې په توگه ارزول شوی او د هغې غېر حقوقي ماهيت بيان شوی او د”تړون” پټې برخې او هغه برخې چې په قصدي توگه نا څرگندې پرېښودل شوي دي( د طالبانو د خوندي پناهځای او جرمي اقتصاد او مخدره توکو کې د پاکستان اغېز) رسوا شوي او د پاکستان له دروهو(دسیسو) سره د مقابلې عملي لارې ارزول شوې دي.

په ځاي ده چې د دې رسالې په چمتووالي کې د خپل دروند استاد ښاغلي پوهاند فاضلي نه منندوی اوسم.

دا رساله په دنمارک کې د میشتو افغانانو د شورا مشر، حقوقپوه او پخوانی تجربه لرونکي ديپلومات ښاغلی هادي ابوي په پوره مهربانۍ تدقيق کړې او تقريظ يې پرې ليکلی دي چې مننه ترې کوم.

حقوقپوه او نه ستړی کېدونکی فرهنگي ښاغلی محمد قاسم آسمايي د دې رسالې د سمون او په اروپا کې د افغان حقوقپوهانو دټولنې خپرونو تل هڅاند پازوال ښاغلي تميم ابوي په پوره مهربانۍ او ځانگړي غور د مخونو اوډنه کړې ده چې له دواړو قدرمنو منندوی يم.

همدا راز مخينه لرونکي ژورنالیست او پیاوړي ليکوال ښاغلي محمدصفر خواريکښ نه چې دا رساله پښتو ژبې ته ژباړي له مخکې مننه څرگندوم.

                                                         په درنښت مير عبدالواحد سادات

 

 

 

معرفى كتاب:

” قرارداد دوحه”، صلح يا سراب

اين رساله حاوى سلسله از نقدواره‌هاى حقوقى – سياسى پيرامون “قرارداد قطر” است كه در سال گذشته ميلادى ازين قلم بنشر رسيده است .

قبل از پرداختن به مباحث اين رساله، به تاكيد بايد خاطر نشان نمايم كه :  صلح خواست اساسى و نياز واقعى مردم مظلوم ما و شرط حفظ و بقاى افغانستان مى باشد .

با اين تشخيص، نوشتن در مورد صلح، مسائل و مصايب افغانستان بحساب « شوق نوشتن» و يا نسخه پردازى از «برج عاج » دنمارك نه، بل، انگيزه اصلى براى من، بمثابه يك شاگرد حقوق و علوم سياسى، دفاع از حق و حقيقت و ارزش‌هاى متعالى حقوقى است كه در پرتو آن، امكان دستيابى به صلح واقعى و پايدار ممكن مي‌گردد و البته بحيث يك روشنگر افغان كه خود را مقروض وطن و مردم مي‌دانم، وجيبه انسانى، خود مي‌دانم، تا صداى نعش آغشته بخون مادر وطن را بازتاب دهم.

اكنون كه اداره رئيس جمهور جديد امريكا از «بازنگرى» صحبت مي‌نمايد، بايد با صداى رسا اين خواست برحق مردم را بلند نماييم كه «باز نگرى» در صورتي كه وداع با برخورد دهشتبار «كلوخ را گذاشتن و از آب گذشتن» و افغانستان را غرق ساختن است، در گام اول بايد در تغیير و تعديل سياست كجدار و مريز آن كشور مصداق واقعى پيدا مي‌نمايد :

تراژيدى خونبار افغانستان و تداوم آن معلول و مداخله و تجاوز خارجى است و احوال ناهنجار كنونى محصول سياست‌هاى كجدار و مريز دولت‌هاى ايالات متحده امريكا و انگلستان در دو دهۀ اخير است كه با آبيارى درخت تروريسم در پاكستان و شاخ‌برى آن در كشور ما، دمار از روزگار مردم به عزا نشسته بيرون نموده است.

تا زماني كه پاكستان مأمن امن براى تروريستان باشد و دست تفقد بر فسادسالاران باشد، صحبت از صلح ، كماكان «سراب» مى‌باشد.

بر مبناى همين ضرورت تاريخى كه با تعيین سرنوشت افغانستان گره خورده است، اين رساله آماده گرديده تا در احوالي كه كارد دشمنان تاريخى وطن به استخوان رسيده، رك و راست و بدون حاشيه پردازى، صداى مسلكى و روشنگرانه را از نام مردم و بخاطر نجات آنان بازتاب دهيم .

مامول فوق، درين رساله و در دوازده فصل مطرح گرديده و “قرارداد دوحه”، در مطابقت با معيارهاى قبول شده حقوق بين‌المللى بمثابه شكست حقوقى و اخلاقى دولت ايالات متحده امريكا مورد بررسى قرار گرفته و ماهيت غيرحقوقى آن توضيح گرديده و بخش‌هاى مخفى “قرارداد” و مواردى را كه عمداً مسكوت گذاشته اند (نقش پاكستان بحيث مأمن امن طالبان و اقتصاد جرمى و مواد مخدر) افشا شده وراه هاى مقابله عملى با دسايس پاكستان مورد ارزيابى قرار گرفته است .

در آماده ساختن اين رساله؛ جا دارد از رهنمايى استاد بزرگوارم جناب پوهاند دوكتور فاضلى اظهار سپاس نمايم .

جناب هادى ابوى حقوقدان و ديپلومات سابقه دار و مجرب، رئيس شوراى افغانان مقيم دنمارك با كمال لطف اين رساله را تدقيق و تقريظ بر آن نوشته است كه از ايشان سپاسمندم .

حقوقدان و فرهنگى نستوه جناب محمد قاسم آسمايى ويرايش اين رساله و جناب تميم ابوى مسؤل هميشه كوشاى نشرات انجمن حقوقدانان افغان در اروپا با كمال لطف اين رساله را بدقت خاص و هميشگى بشكل ديجيتال آماده نموده كه از هردو سروران گران ارج سپاسمندم .

همچنان از قبل مراتب امتنان خود را به ژورناليست سابقه دار و نويسنده بلند مرتبت جناب محمد صفر خواريكش كه اين رساله را به زبان پشتو برگردان مى‌نمايد، تقديم مي‌دارم .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دقـطر-تړون-ـ-سوله-که-ځلوبی-ـ-میر-عبدالواحد-سادات