قیام ریشخور (22میزان 1358) یکی از صفحات درخشان مبارزه افتخار آمیز شماری از فرزندان صدیق حزب دمکراتیک خلق افغانستان بر ضد استبداد دوران سیاه امین و امینیها است که کمتر در مورد آن نوشته شده است.
یکی از سازماندهنگان این قیام، زندهیاد رفیق لعلپادشاه عالمی است که از سال 1343 افتخار عضویت ح.د.خ.ا را داشت و با به قدرت رسیدن امین و شهادت فجیع رفیق نورمحمد ترهکی عملاً سازماندهی فعالیت بر ضد باند جنایتکار امین را به عهده گرفت و با فداکردن جان خویش تا آخرین راه به تعهد خویش در راه آرمان خلق وفادار ماند.
رفیق لعلپادشاه شب 23/22 میزان 1358 توسط عارف عالمیار از منزلش دستگیر و بعد از شکنجههای طولانی بتاریخ دهم ماه قوس 1358 با جمعی دیگر از رفقا از جمله استاد سلام، آقاگل بائس، غلام رسول کهسان، استاد ذکریا، عبدالعزیز بسام، داکتر صدری و داکتر عوض توسط جانیان امینی به شهادت رسید.
آخرین پیامش این بود: «ملگرو د انقلابي مبارزی بیرغ د تل لپاره اوچت وساتی!»
***
بیوگرافی زنده یاد عالمی را فرزند برومند و مبارز موصوف دلاور عالمی ځدران برای ما ارسال کرده اند که با سپاس فراوان زندگی نامه پرشور این مبارز بی ترس را نشر مینماییم.
هرگاه برای یاد نام و کارنامههای افتخارآمیز سایر اشتراک کنندگان قیام ریشخور مطالبی از جانب اعضای خانواده، رفقا و دوستان در اختیار ما قرار گیرد آن را همگانی خواهیم ساخت.
درود بر جانباختگان قیام ریشخور و نفرین بی پایان بر جانیان امین!
دلاور عالمی ځدران
د لعل پادشاه عالمي لنډه پیژندنه:
لعل پادشاه د عالم شاه خان ځوی په (۱۳۲۰) لمریز کال کې د پکتیکا ولایت د ورژانه په کلي کې زیږیدلی دی او د دیني علومو مدرسه (لمړنی ښوونځی) یی په خوست کې او متوسطه او د لیسې دوره ئی د کابل ښار د رحمان بابا په لیسه کې د یو ممتاز شاګرد په توګه په عالي درجه پای ته ورسوله.
عالمي د خپلې تقوا او دیني پوهې له امله د رحمان بابا د لیسې په شاګردانو کې په ملا مشهور وه. د لیسې څخه وروسته د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې شامل شو. هغه د لیکوالی او سخنوری په برخه کې نسبت نورو محصلانو ته ډیر ښه وځلیده، چې د تحصیل په دوران کې د ده ډیرې مقالې چاپ او نشر شوې.
لعل پادشاه عالمي په سیاسي اعتراضاتو کې د پوهنتون د محصلینو په سازماندهی کې ډیره فعاله ونډه درلوده ، چې څو ځلې د مسؤلو مقاماتو لخوا تر تهدید لاندې راغی. د عالمي ویناوې د متعلمینو او محصلینو په غونډو کې د دوی د ذهني ویښتیا او هوښیاری او د فقر او طبقاتي ظلم پر خلاف د دوی په تشکل کې ډیر قوی رول درلود. عالمی په ۱۳۴۳ کال د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند غړی شو. ډیره موده تیره نه وه چې د ده سیاسي شخصیت نورو ګوندیانو ته د منلو او احترام وړ وګرځید. عالمي د عالي تحصیلاتو څخه وروسته د اطلاعات او کلتور په وزارت کې د یوې شعبې د آمر په حیث ، او بیا د هرات د تاریخي آبداتو د ساتنی د رئیس په توګه ، د بیهقی موسسی طبع او نشر د رئیس په توګه، د دولتي مطابعو د رئیس په توګه، او د تجارت وزارت د هیواد داخلی تجارت د رئیس په توګه او د فراه ولایت د والی په توگه دولتي دندې ترسره کړي دي. د هند ، چین، هانکانګ ، کوریا، شوروي اتحاد او بلغاریا رسمي سفرونه ئی درلودلي دي.
د خاین امین د ګوندي او دولتي کودتا او د نورمحمد تره کي له شهادت څخه وروسته، عالمی ته د خاین حفیظ الله امین مطلقالعنانه ظالمانه رژیم د یو تعداد سازشکارو سیاسي رهبرانو بې کفایتي، بې غیرتي او تردد د منلو او زغم وړ نه وو. هغه د خپلو انقلابي ملګرو سره د خپل تاریخي مسؤلیت له مخې د ۱۳۵۸لمریز کال د تلې د میاشتې د ۲۲ نیټې واقعي خلقي وسله وال امینی ضد انقلابي پاڅون (ریشخور پاڅون) چې د وخت غوښتنه وه، د خاین امین د فاشیستي رژیم پر ضد سازماندهي کړ. پاڅون د دوو معلوم الحاله عمومي خلقیانو د خیانت په وجه ناکامه شو. عالمی د ۱۳۵۸ کال د تلې د میاشتې د۲۲/۲۳ نیټه د شپې پر ۹ بجو د عارف عالمیار لخوا له کوره راوویستل شو او زندان ته واچول شو. په سبا ورځ د تلې په ۲۳ نیټه د ده په کور کې ځوی راوزیږیده. دی د ژوند تر آخره پورې ونه توانیده چې د خپل ځوی مخ وګوري او هغه په خپله غیږ کې ونیسي، او لږ تر لږه د یو ځل لپاره پر هغه د پلارولۍ په عطوفت او مهربانی باندې د نوازش لاس راکش کړي.
په هر حال هر عاقل ځوی ته د پلار تاریخي افتخارات د پلار د نوازش پر ځای دي نن ورځ د ده د ځوان ځوی سترګې د پلار د عکس او انقلابي کارنامو سره آشنا دي او پرې ویاړی.
یو عیني شاهد وائی چې عالمي د خپلو انقلابي ملګرو د خلاصون لپاره د خاین امین له مرګوني عذاب او زندان څخه، هغوی ته وویل چې د تلې د میاشتې د ۲۲ نیټې د واقعي صفته خلقي وسله وال امینی ضد انقلابي پاڅون پړه پر ما او استاد سلام باندې واچوی، تر څو د استاد حبیب وطنیار غوندې تر امینی شکنجو لاندې ضایع نشی. عالمي او د ده ملګري د جلاد امین په زندان کې ډیرې سختې او له انساني حوصلې څخه د باندې ورځې تیرې کړې.سره له دې چې د جسمي او روحي شکنجو لاندې ئی شپې سبا کولې، بیا هم خپلو ملګرو ته ئی د مقاومت او زغم بلنه ورکوله، او هغوی ته ئی د افغاني اصیلو مبارزینو د بریالیتوب امیدواري ورکوله.
د ۱۳۵۸ کال د لیندی د میاشتې په لسمه نیټه کله چې په ډله ایزه توګه د پلچرخي له زندان څخه پرته له محاکمې لعل پادشاه عالمی، استاذ سلام، آقاګل بائیس، غلام رسول کهسان، استاذ ذکریا، عبدالعزیز بسام، ډاکتر صدری او ډاکتر عوض د جلاد امین د جلادانو لخوا د وژلو ځای ته وړل کیدل ، په دې وخت کې عالمی خپلو انقلابي ملګرو ته چې د هغه په شاوخوا کې ولاړ ول، مخ راواړاوه، او په خلقي انقلابي او افغاني متانت د لوړې هیوادپالنې په روحیی سره داسې وویل: ملګرو د انقلابي مبارزې بیرغ د تل لپاره اوچت وساتی!
دا قهرمانان په همدغه ورځ د امیني جنایتکار بانډ لخوا د پلچرخي په پولیګون کې په ګولیو وویشتل شول، دوی د افغانستان او افغان ملت د نیکمرغی، پرمختګ او آزادی لپاره د شهادت جامونه وڅکل .
د دوی پاک ارواح دې ښاد وي، د دوی یاد تل پاتې دی او مونږ د دوی انقلابي لارې ته ادامه ورکوو.