دیدگاه ها ازقلم نصیراحمد (څپاند)

نصیراحمد (څپاند)

 

د ځوانانو د بي روزکارۍ عوامل

 

په گران هېواد کې دموجودو ستونزو تر څنگ ، يوه هم د ځوانانو د وزگارتيا ستونزه ده چې له تيرو څو کلونو زموږ ځوانان ورسره مخامخ دي . دا ستونزه ورځ تر بلي زياتيږي او د نړيوال بانک د تازه رپوټ پر اساس ، په هېواد کې د ۱۶ ميليونه خلکو په شاوخوا کې د کار ځواک شته چې له دي جملي يوازي ۳ ميليونه افغانان روزگار لري او پاته ۱۳ ميليونه هېوادوال يا کوچني او يا هم هيڅ ډول دندي او روزگار نه لري . د کار نړيوال سازمان يا  ILO وايي چې گڼ مسلکي ځوانان يا نيمه ورځ کارکوي او يا هم په غير مسلکې کارونو کولو اخته دي . رپوټ زياتوي چې په نړۍ کې د ۱۵ څخه تر ۲۴ کلنو پوري د ځوانانو د بي روزگارۍ کچه تر ۱۳ سلني پورته شوي . د داسي ځوانانو شمير په ټوله نړۍ کې تر ۷۵ ميليونو تنو پوري رسيږي چې کار نه لري . په ترتيب سره په منځنې خټيځ کې ۲۶،۵ سلنه او په شمالي افريقا کې ۲۷،۹ سلنه د ځوانانو د وزگار تيا کچه لوړه شوي ده . په اسپانيا کې د ۲۶ کلنو څخه په ټيټ عمر ځوانان سم نيمايي بيکاره دي
زموږ هېواد افغانستان کې د بي روزگارۍ عوامل زيات دي ، اما زه يي څو مهمو عواملو ته په لاندي توگه گوته نيسم
۱-  افغان حکومت نه دی توانېدلی چې د ځوانانو له پاره د کار پيدا کولو يوه جامع استراتيژي او پلي کېدونکی پروگرام جوړ کړي
۲-  په ادارو او کار ځايونو کې د پوهي ، مسلک او اړتيا پر بنياد نه ، بلکه د روابطو ، بډو ورکولو ، واسطي او نورو ناوړه لارو چارو پر بنسټ د دندو او حرفو ويشل چې ستر فساد يي زيږولی
۳ ـ د هغو پروژو او پلانونو نه بشپړول چې ځوانانو ته د کار پيدا کولو لامل گرځې . له دي کبله انکشافي بودجه نه مصرفيږي او په غير مستقيمو لارو د دولتي مافيايي کړيو جيبونو ته ځې.
دوزګارتیا اغیزی :
۱ ـ د سياسي او اقتصادي کړکيچونو زياتوالی چې د انساني قاچاقو د ليږد مافيا ته زمينه برابرويچې ډيرئ ځوانان له هېواد څخه تيښتي ته زړه ښه کړي او په بهر کې د افغان کډوالو د ستونزو لرونکو ټولنو سره يو ځاي شی

 ۲- ځوانان د دي پر ځاي چې د وزگارتيا د عواملو د مالومولو په لټه کې شي ، په نشو کولو او د مخدره موادو په استعمالولو اخته کيږي . د دي پر ځاي چې دا فعال ځواک د ټولني ستونزي حل کړي ، په خپله د ټولني پر اوږو بار پريوزي
۳ ـ  بي روزگاره ځوانان د زياتو ستونزو د درلودلو له وجې زده کړو ، په تيره بيا لوړو زده کړو ته زړه نه ښه کوي ، د مالي ستونزو له وجې خپل مالي مهارتونه نشي زياتولی .
حل لاري څه دي
لمړی تر هر څه حکومت ته لازمه ده ، د ټولني د فعالي نيرو په توگه ځوانانو ته د کارموندلو موضوع د خپلو پلانونو اهمه موضوع وگرځوي . په خپله حکومت د دولتي سکټور په چوکاټ او د خصوصي سکټور د امکاناتو په رڼا کې ځوانانو ته د نوي پروژو د جوړولو په ترځ کې کارونه او روزگار برابر کړي .
د دي له پاره چې ځوانانو ته زيات کارونه ومندل شي ، د زده کړو تر څنگ ځوانانو ته د لنډمهاله حرفوي زده کړو لکه رنگمالي ، نجاري ، وايرنگ کاري او نور کورسونه جوړ کړي . دا ډول زده کړي له يوي خوا کسبونه د عنعنوي بڼي څخه راوباسي او په عصري توگه يو لړ خدمات خلکو ته وړاندي کيږي او له بلي خوا کسبگر ښه عايد په لاس راوړی د لنډمهاله کورسونو د اخستلو په لړ کې يو شمير ځوانان د خپلو مهارتونو د زياتولو په موخه عالي زده کړو ته مخه کوي او دا لامل په ټولنه کې د عالي زده کړيوالو شمير زياتوي چې د ټولني په فرهنگي کچه مثبته  اغيزه کوي
د حکومت او غير حکومتي سازمانونو په واسطه ځوانانو ته کارموندنه او حرفوي زده کړه ورکونه د دي سبب کيږي چې ځوانان د علاقي وړ دندي پيدا کړي او بهر ته د بي گټي مهاجرت څخه ډډه وکړي . افغان ځوانان په افغانستان کې د بهر په پرتله هوسا کار کولی شي . د هغه پوهه او تجربه ښايي کفايت وکړي چې يوه مړۍ ډوډۍ د خپل کور له پاره ځوان ومومي ، اما په بهر کې د زده کړي او په عموم کې د فرهنگي کچې د لوړوالي له امله ډيرئ افغان ځوانان په شاقه کارونو اخته کيږي چې ډير ځله د هغه په روح او روان بده اغيزه کوي .

 

دافغانستان دحکومت لخوا دخپلو اوبو مهار کول اود ایران غیر دیپلوماتیک غبرګون

 

مخکی له دی چی د داوبو دویش او دملی یووالی دحکومت لخوا داوبو دمهارولو په پلان لیکنه وکړوغواړم داوبو په هکله ګرانو هیوادوالواو عزتمندو لوستونکو ته لنډاو ګټور معلومات داوبو په اړه وړاندی کړم.

اوبه :  يوه کيميايي ماده ده چې کيميايي فورمول يې H2O دی. دا يو داسې ماليکيول دی چې د آکسيجن له يوه او د هايډروجن له دوؤ اټومونو د کوالېنټ تړنگ په پايله کې رامېنځ ته کېږي. په ثابتې تودوخې او حالت کې اوبه د يوه مايع په بڼه وي، خو په زمکه باندې اوبه د مايع تر څنگ په جامده بڼه لکه يخ او کنگل او د گاز په بڼه لکه بړاس هم موندل کېږي. اوبه په اوب-کرکجنو هوارو د مايع کرېسټالونو په بڼه هم موندل کېږي.

اوبو د زمکې د سرمخ ۷۰،۹% پوښلې، د ژوند هر يوې بڼې او اړخ ته يو اړين شی دی د زمکې پر سر اکثراً اوبه په سمندرونواو سمندرونو نه دباندې په نورو اوبزېرمو کې موندل کېږي، ۱،۶٪ اوبه د زمکې نه لاندې زېرمو کې موندل کېږي او ۰،۰۰۱ % اوبه په اتمسفير کې د بړاس، ورېځو او نورو بخاراتو په بڼه موندل کېږي سمندرونه د ټولو اوبو ۹۷ ٪ برخه، کنگلتونونه او د واورو قطبي غرونه د اوبو ۲و۴ ٪ برخه او په وچه کې د اوبو زېرمې، دريابونه، ډنډونه او رودونه دا ټول ۰،۱ ٪ برخه جوړوي. د زمکې د اوبو ډېره لږه برخه په ژونديو بيالوژيکي اورگانيزمونو او نورو صنعتي توليداتو کې موندل کېږي.

ټولی هغه اوبه چی د ځمکی لاندی‌،‌د ځمکی په سر او یا سطح پیدا کیږی د د هایدرو سفیر په نامه سره یادیږی. د خاوری په سر د اوبو تمویل په حجمی ډول سره 1,338,000,000 km3 دی.‌

د اوبو دوران : د اوبو دوران په علمی ډول سره د هايډرولوژیک دروان په نامه سره یادیږی. عبارت د یو دوامداره تبادل اوبو دی چی د هايډروسفیر، اتموسفیر ،‌ دخاوری د اوبو ، د څمکی د سری اوبه ، دځمکی لاندی اوبو او نباتاتو تر منځ صورت نیسی.

اوبه پورته یادو شوی ځایونو ته په لاندی طریقو انتقال مومی.

  1. تبخیریevaporation
  2. ورښت precipitation
  3. سیلاب runoff

(ویکپیيډیا)

اوبه په اسلام او ساینس کی : ساینس پوهان په دې باور دي چي د اوبو ارزښت دومره زیات دی د (Viscosity) یعني لزوجیت له پلوه چي په هیڅ مایع شي کي نسته چي ورسره پرتله او وروسره مقابله سي.

اسلامي ساینس پوه هارون يحی وايي:

اوبه د خپلو کیمیاوي او طبعي ځانګړتیاوو سره سره د ژوند اصلي جوهر او بنسټ دی، او ځمکه او د ځمکې ژوند پر اوبو ولاړ دی، الله جل جلاله انسان پیداکړ او و مځکي ته ئې راواستاوی چي پرځمکه ژوند وکړي او بشریت يې هدایت ته چمتو او اماده کړی، وروسته د انسان ژوند پر اوبو وتړل سو او همدارنګه اوبه د انسان د ژوند لپاره یو بنسټ او د انسان و ژوند ته ئې توازن ورکړی دی.

اوبه په قرانکریم کي

 أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا نَسُوقُ الْمَاءَ إِلَى الْأَرْضِ الْجُرُزِ فَنُخْرِجُ بِهِ زَرْعًا تَأْكُلُ مِنْهُ أَنْعَامُهُمْ وَأَنْفُسُهُمْ أَفَلَا يُبْصِرُونَ. (سجده: ۲۷)

ایادوی ونه لیدل چي موږ اوبه په وچي او بې ګیاه ځمکه کي جاري کوو نو د هغه په وسیله کښت راباسو څو ئې دوی هم وخوري او څاروی ئې هم ، ایا دوی نه وینی؟ 

وَمِنْ آيَاتِهِ أَنَّكَ تَرَى الْأَرْضَ خَاشِعَةً فَإِذَا أَنْزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاءَ اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ… (فصلت: ۳۹)

او د الله له نښانوڅخه یوه داده چي ته ګورې ځمکه ویده پرته ده نو کله چي موږ پرې اوبه واوروو نو په ناڅاپي ډول هغه خوځیږي اوغوړیږي.

وَنَزَّلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً مُبَارَكًا فَأَنْبَتْنَا بِهِ جَنَّاتٍ وَحَبَّ الْحَصِيدِ. (ق: ۹)

اوله اسمانه څخه مو برکتناکي اوبه نازلي کړي دي او په هغو سره موباغونه او د رېبلو وړکښتونه، غلي داني رازرغونه کړي.

د اوبو ارزښت : هر شی په اوبو سره ژوندی دی، یقینا که انسان د مځکې وکُرې ته ځیر سي او یو نظر ورته واچوي او څه فکراو د ښکلي تصور مزي وغزوي نو دابه ورته جوته سي چي د هر ژوندي شي (حیوان او نبات) د ټولو ژوند په اوبو پوري تړلی دی، چي دا یو نړیوال ساینسي ، انساني او معقول واقعیت دی هیڅوک ور څخه سترګي نسي پوټولای، د انسان بدن که څه هم غوښه، هډوکي، مالګي او نور څه لري خو زیاته ونډه د اوبوپکښې ده، او هر څه چي دی خوري زیاته برخه ئې اوبه دي؛ که چیري په یوه انسان کي اوبه کمي سي یعني د اوبو د کموالی (Dehydration) سره لاس او ګرېوان سي نو انسان د پښتورګو په ناروغۍ (Nephritis) اخته کیږي. (دتعلیم الاسلام ویب پاڼه  عبدالغفار جبیر لیکنه )

دافغانستان او ایران ترمینځ داوبوویش او موجوده ستونزه:

دافغانستان او ایران ترمینځ  داوبو دویش ټړون په کال1351 هجری شمسی کسی دکب دمیاشتی په22 نیټه چی د 1973 میلادی دکال دمارچ له 13 نیټی سره سمون خوری دهیواد پلازمینه کابل ښارکی  دوخت صدراعظم شهید محمد موسی شفیق او دایران  صدراعظم  امیر عباس هویدا  لخوا لاسلیک شو.

د یادې ټړون له مخې ایران ته د هلمند له سیند څخه باید په کال کې ۸۵۰ میلیونه متر مکعبه اوبه ولاړې شي.
د افغانستان کابو ۷۰ سلنه اوبه د دوی په لور روانې دي،  او دکورنی جګړو اوګړکیچونو له امله دهغه ټړون دایرانه له خوا په صداقت سره  عملی نشو او دمعلوماتو له مخی حتی ایران هیڅکله د پورتنۍ پریکړې له مخې عمل ندی کړی او دټړون پریکړی یی هم عملی کړی ندی ایران تقریبآد ۴۴ کلنو کې خپل تر حق ٧٥ فیصده زیاتي اوبه وړې دي..زمونږ با تد بیره ولسمشر د اوبو ښه مدیریت په موخه د بندونو جوړولو او داوبو دمهارولو ته مخه کړې او جامع پلان او امکانات یی ورته برابرکړی دی او دابه دهیواد په سیاسی او افتصادی تاریخ کی يوه لویه لاسته راوړنه وی.

دملی یووالی حکومت او شخصآ د ډاکترصیب محمد اشرف غنی دافتصادی او زیربنای پروژو دتطبیق دپلان له مخی چی په هیوادکی به د اوبو ټولی سرچینی او منابع مهاروی او بریښناکوټونه او دبریښنا بندونو  (د کجکي، کمال خان ) بندونودسروی او په ځینو باندی دکار دپیل او همدارنګه دسلما بند دافتتاح څخه وروسته دګاونډیانو غبرګونونه را وپارل:

د ایران دجمهور ریس حسن روحاني غبرګون: “په افغانستان کې د کجکي، کمال خان، سلما او نورو بندونو د جوړېدلو په هکله چوپ پاتیکید لی نه شو، ځکه دغه بندونه پر خراسان او سیستان بلوچستان ولایتونو اوزموږ د ژوند په چاپېریال باندی اغیز کوي”  

په وروستیو کې د ایران د پارلمان د ملي امنیت مشر علاوالدین بروجردي وویل، چارواکي د اوبو کمښت ته کمه پاملرنه کوي، خو دا یوه امنیتی موضوع ده ، د ایران د انرژۍ وزیر حمید چیتچیان هم وايي، د ایراني ولس پایښت د اوبو کمښت له خطر سره مخ کړی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ د ایران ولسمشر خبرې رد کړې او ویې ویل چې د افغانستان حکومت د اوبو د نړیوالو قوانینو مطابق حق لري، چې له خپلو اوبو څخه د خپل ولس په ګټه کار واخلي او مونږ دومره وايو چې د ایران ولسمشر دې د خپلو خبرو په هکله یو فکر وکړي.
د طالبانو(د ملا رسول ډلې د ایران د ولسمشر څرګندونې غندلې دي)

د طالبانو د ملا رسول ډلې عالي شورا دافغانستان داوبو او د بندونو په اړه د ایران د ولسمشر څرګندونې وغندلې. د ایران ولسمشر څو ورځې مخکې په افغانستان کې داوبو د بندولو پر جوړولو اعتراض کړی و او زیاته کړې وه، چې دا مسله ایران ته زیان رسوي. د طالبانو د عالي شورا ملا رسول ډلې ویاند عبدالرحمن نیازي په یوه رالیږلې خبرپانه کې ویلي، چې د ايران ولسمشر حسن روحانى بي مسٶليته څرګندونې کړې دي. سرچینې زیاته کړې، چې دوی د ایران د ولسمشر څرګندونې په کلکه ردوي او سخته غندنه یې کوي. دغې ډلې د ایران د ولسمشر څرګندونې د افغانستان د خپلواکۍ پر ضد او د افغانستان د دښمنۍ په معنی بولي . په خبرپاڼه کې راغلي، فغانستان ازاد او خپلواک هیواد دی، اوبه یې د افغانانو خپل ملکيت دی، موږ د ايران له حکومت څخه جدي غوښتنه کوو چى په راتلونکي کې له داسې څرګندونو ډډه وکړي. د افغانستان حکومت اوملي شورا هم د ایران د ولسمشر څرګندونې غندلې ديبندونو جوړول د افغانستان حق دی.

د نیمروز بلوڅانو هم کابل کې د ايراني ولسمشر د خبرو بر وړاندې احتجاجي غونډه درلوده او له حکومته یې غوښتي چې د اوبو اداره کولو چارې دې پیاوړې کړي.

د افغان پولې سره د ایران تر ۴۰ بندونه شتون:

افغان چارواکي وايي، دوی یواځې څو بندونه د ایران له پولې سره ولایتونو کې جوړوي، خو ایران دا ډول ۴۰ بندونه او ډنډونه جوړ کړي دي.

خو د افغانستان د برېښنا او انرژۍ وزارت مرستیال عبدالبصیر عظیمي بي بي سي ته وویل، چې افغانستان ملي ګټو او نړیوال کنوانسیونو ته په پام خپلې اوبه کنټرولوي.

دی وايي: “افغانستان کرنیز هیواد دی. له اوبو کار اخیستل یې اقتصاد جوړوي. دا برېښنا بندونه له ځواکمن او اباد افغانستان سره مرسته کوي.

ښاغلی روحانی دښاغلی حامد کرزی په دوره کی هم دی ته ورته د بهرنیو ځواکون په شتون هم غبرګون ښودلی وو او ویلی وو:«موږ په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو له لوري د کړکیچ په راپورته کیدو اندېښمن یوو اوباور لرو چې درست بهرني پوځیان باید له سیمې ووځي او د افغانستان امنیت د دغه هیواد خلکو ته وسپارل شي.» حسن روحاني ټینګار وکړ چې ایران په سیمه، منځني ختیځ او «فارس» خلیج حوزه کې د هر بهرني پوځ د حضور مخالف دی.(تاند )

د افغانستان حکومت ګاونډیانو ته ډاډ ورکړی چې په کور دننه به د خپلو اوبو پر سمبالښت د هغوی حقونه زیانمن نه کړي. د اوبو او انرژۍ وزارت د ایراني ولسمشر هغو څرګندونو ته غبرګون ښوده چې په افغانستان کې د بندونو جوړول یې د خپل هېواد پر کرنه او چاپیریال د ناوړه اغیز لامل بللي وو. ، خو د نړۍ د تودوخې په زیاتیدلو سره د اوبو ستونزه ورځ له بلې پر نړیواله مسله بدلیږي او داسې ښکاري چې افغان حکومت څومره د خپلو اوبو د پیزوانولو هڅه کوي، ورسره به یې د ګاونډیانو نیوکې او ان په مقابل کې لاسوهنې زیاتیږي.

ښاغلی محترم خالد احمد کوهستانی، د “د افغانستان اوبه کولای سی چی ۲۰۰ ملیارډه ډالره کلنی عواید ولری(تر عنوان) لاندی لیکی:

افغانستان په مجموع کي ۱۸ ملیارده متره مکعبه تر ځمکي لاندي اوبه لري چي د همدې اوبو څخه یې د کاله ۳ ملیارده متره مکعبه مصرفیږي.

همدارنګه افغانستان د کاله ۵۷ ملیارده متره مکعبه اوبه چي د اورښتونو په پایله کي په رودونو او سیندونو کي بهیږي لري، د همدي ۵۷ ملیارده متره معکبه اوبو څخه یې صرف ۱۸ ملیارده متره مکعبه اوبه په هیواد کي د ننه مصرفیږي او پاته ۳۹ ملیارده متره مکعبه اوبه یې و ګاونډيو هیوادونو ته په وړیا توګه ورکول کیږي، په داسي حال کي چي په نړیوالو بازارونو کي د اوبو بیه فی متره مکعبه په ۱،۵ یو اعشاریه پنځه ډالره پلورل کیږي.

که چيري افغان حکومت وکولای سي چي د خپلو اوبو مدیریت په ښه او دقیقه توګه وکړي، کولای سي چي د کاله ۶۰ ملیارده ډالره یواځي د خپلو ګاوندیو هیوادونو څخه تر لاسه کړي، په داسي حال کي چي د افغان حکومت ټولټال کلني مصارف ۱۰ ملیارده ډالر دي او کولاي سي چي خپل شپږ کلن مصارف په یو کال کي تر لاسه کړي، که چیري افغان حکومت په دي وتوانیږي چي نوموړي اوبه په افغانستان کي د ننه مصرف کړي، ۷ ملیونه وزګار وګړي به په دندو بوخت سي او د کاله به تر ۲۰۰ ملیارده ډالرو پوری عواید هم تر لاسه کړي، چي په دي سره به افغان حکومت اقتصادي خپلواکي تر لاسه کړي او د مصرفي هیواد څخه و صادراتی هیواد ته او د مرسته غوښتونکي هیواد څخه و مرسته کونکي هیواد ته تبدیل سي.

په مجموع کي هغه هیوادونه چي لوړ اوپرمختللی اقتصاد لري امنیت یې تامین او د لوړ نړیوال اعتبار څخه برخمن دي، چي اتباع یې کولاي سي بیله سوداګریز او یا هم سیاحتی ویزو څخه نورو پر مختللوهیوادونو ته سفرونه ولري.

ایران او پاکستان د کاله تر ۳۰۰ ملیارده ډالرو پوري د افغانستان او اوبو څخه د کښت او کروندو په واسطه تر لاسه کوي او ترکمنستان هم د کاله ۱۶۰ ملیارده ډالرو پوري د افغانستان د اوبو په واسطه د بریښنا د تولید څخه تر لاسه کوي.

(افغان تحریک- ټول افغان ویب پاڼه)

همدارنګه د نوي افغانستان په نامه د څیړنو مرکز وايي، افغانستان خپلې یوازې ۳۰ سلنه اوبه کاروي او پاتې نورې پرته له اغیزناکې کارونې ګاونډيو هیوادونو ته ورځي.

د دغه څیړنیز مرکز مشر عبدالله هیواد ناامني هم د اوبو له ستونزو سره تړي او په دې اند دی چې یو شمیر هیوادونه غواړي افغانستان همداسې ناامن وي تر څو يې دوی له اوبو وړيا ګټه واخلي.

”هرکال زموږ ۱۹ میلیارده متره مکعبه اوبه پاکستان ته ورځي، که يې په پيسو وشمېرو او هر متر مکعب په دوه ډالره حساب کړو شاوخوا ۳۸ میلیارده ډالره مو د اوبو له حسابه پاکستان ته ورځي. هغه معلومات چې موږ راټول کړي ۳۴ میلیارده متره مکعبه اوبه مو ایران ته ځي. سترې سترې زیرمې يې ورته جوړې کړې. ان ايران پر کوېټ د افغانستان اوبه پلوري. ايران دولت موږ ته يوه روپۍ هم نه راکوي. پاکستان ته چې ځي يوه روپۍ نه راکوي. په مقابل کې هره ورځ پنځه او شپږ زره کډوال زموږ له پاکستانه راباسي . ښاغلی هیواد وايي افغانستان یواځې له ایران دولت سره تړون لري چې له مخې يې افغانستان بايد په ثانيه کې ۲۶ متره مکعبه اوبه هغه هیواد ته ورکړي. ”

د نړیوال بانک موندونو له مخې؛ افغانستان د خپلو نورو سرچینو تر څنګ د دریوو سترو، په شمال کې آمو ، په ختیځ کې کابل سیند او په جنوب کې هلمند سیند په درلودو سره ۵۷ ملیارد متر مکعبه اوبه لري، چې د هغه له جملې یواځې ۱۷ ملیارد متر مکعب څخه کار اخیستل کیږي او داسې اټکل شوی چې راتلونکي کې له ۳۰ ملیارده متر مکعب اوبو څخه کار واخیستل شي. (نړیوال بانک راپور)

افغانستان دټولي سیمې داوبو دتولید مرکز دی:
کونړ،هلمند،کابل،بلخ اب، کوکچه اومرغاب هغه مهم سیندونه دي،چي زموږ له خاوري سرچینه اخلی، خوموږ په خپل وطن کی له تندي مرو، نه دڅښلوپاکی اوبه لرو اونه هم اوبه خور لپاره اوبه لرو،مګر زموږسیندونه ګاونډیانوته په ملیاردونولیټره اوبه ورکوي او موږ تراوسه دخپلواوبو یوازی ۱۰% مهار کړې دي.
همدا ډول باید ګاونډی هیوادونه هم داوبو دعادلانه وېش لپاره یوه اصولی موافقه وکړي.
موږ دهلمند داوبو پرسر له ایران سره موافقه لرو او ددې موافقې په چوکاټ کي کیدای سي ډېر اغېزمن ګامونه واخلو.
اوسني نړېوال شرایط دامني چي دځینو طبیعي موادو دکارونې لپاره باید منظم سمیز تیاری ونیول سي،ځکه داهم حقوقي اوهم عملي اړخونه لري.
معادن او اوبه زموږ دهیواد دطبیعي پانګې ستره برخه جوړوي ،خوموږ ترې تراوسه کومه دپام وړ ګټه نه ده اخستې .
ځنګل زموږ هغه ستره طبیعي پانګه ده چي موږ ورڅخه ډېره ناوړه اوناچیزه ګټه اخستې.

#دعادلانه نظام لار#

اوسه به دایران اړیکو ته کتنه وکړو.

افغانستان له ایران سره ۹۷۸ کیلومتره پوله لری ترځنګ دی دواړو هیوادو ژبه، کلتور، دین، دود هم مشترک لری چی هر یو یی کولای شی په دی اړیکوکی ښه رول لوبولی شی همدارنګه د تاریخ په اوږدو کي افغا نستان او ایران  په خپلو مینځوکي د ګاونډيتوب بیلا بیلی اړیکي در لودي ، کله به ښی اوکله به کړکیچنی او دیو بل په زیان وی. او دافغانستان دتیرو رژیمونه سره د ګاونډیتوب داصولود ښو اړیکو اوشو ژمنو که هغه سیاسی پرتوکولونه و واو که سوداګریزټړونونه وودوی تل  په سپین سترګی  سره  تیری سرغړونی کړی  په ایران کی دمیشت افغانانو نا قانونه اعدامول او دهغوی  دشکنجو، توهینولو ترڅنګ ددواړو هیوادونو ترمینځ  سرحدی تجاوزاتو چی دایران لخوا د برهان الدین ربانی په دوره کی ډیر سرحدی تجاوزات دهرات ولایت په سرحدی سیمو کی یی کړی  او زمونږ دهیواد زیاته برخه خاوره یی لاندی کړی او د سرحداتو ټول اوصول او قوانین یی دپښو لاندی کړی همدارنګه دسوادګرو د مالونو او دتیلودټانکرونو په قصدی ټوګه ځنډول ،حتی دسیاسی مداخلی ترکچه  پوری هم رسیدلی  په تیره بیا کله چی دافغانستان  دخلق دیموکراتیک نظام دزبرګو ځواکونو ،دنړیوالواودمنطقوی استخباراتی شبکو دتوطیو او دسیسو له امله سقوط وکړو او زمونږ غښتلی ملی اردو او نظام ویجاړ او له مینځ ولاړو ایرانی اخوندانواو ددوی تالی څټوته زمینه برابره شو ترڅو زمونږپه ګران هیواد کی مداخلی وکړی او خپل روزل شوی ګوډاګیانوپه ذریعه کورنیو جنګونوته زمینه برابره کړه او ددوی دسیاسی ، لوژیستکی اقتصادی او نظامی مرستو په نتیجه کی په زرهاو هیوادوال دهزار ،پښتون او تاجک ، ازبک په نوم ووژل شول قومی ، مذهبی ،سمتی او لسانی تعصبات یی راوپارول او ددی ترڅنګ یی خپله فرهنګی ، سیاسی او اقتصادی مداخله ته لانوره زمینه برابره کړه خپلو ګوداګیانو ته یی روزنیز مرکزونه،فرهنګی مراکز او خصوصآ مذهبی مرکزونه تاسیس کړل او دهیواد په غږی او صوتی رسانیو او تلویزیونوکی خپلی اړیکی جوړی کړی او حتی دهغوی لپاره یی مادی او معنوی امکانات برابرکړل ترڅو دوی په اسانه  ټوګه خپلی ژبه لپاره کار وکړی او دخپل سیاسی نفوذ ساحه پراخه کړی او دملی یووالی دحکومت هرهغی بنیادی او زیربنایی پروژو سره مخالفت ښودل دی دمثال په توګه دکاسه پروژو،  دوریښمینو دلاری دپروژی ، دسلما بند پروژه په افغانستان کی د29 هیوادونو افتصادی کنفرانس (دکابل پروسه )د سبوتاژولو ناکامه کوښښ چی د رستاخیزیانو په ذریعه لاریونونه او مظاهری کول  دانقری سیاسی  اتیلاف جوړول او اوس دښاغلی جمهور ریس لخوا دخپلواوبو دمهارولو دپلان په هکله غیر ډیپلوماتیک او غیراصولی غبرګون یی ښه مثال کیداشی. دایران او افغانستان ترمینځ دشوی تړون په پنځمه ماده کی راغلی دی چې: افغانستان به داسې اقدام نه کوې چې ایران د هلمند د سیند د حقابې نه چې په د همدې معاهدې په دوهمه، دریمه او څلورمه ماده کې راغلي بعضا یا کاملا محروم کړي، خو افغانستان حق لري چې د هلمند  سیند د پاتې اوبو څخه هر ډول چې وغواړي استفاده کولی شي. ماده کې دا هم راغلي چې ایران هیڅ ډول ادعا د هلمند په اوبو کې د هغې اندازې نه زیات چې ددي تړون مطابق تثبیت شوی ده نلري، حتی تردې چې که د اوبو نوره اندازه د هلمند په کوزنۍ دلتا کې میسره هم وي او د ایران تر استفادې لاندې هم راتلاي شي. (لیکوال: انجینر حبیب حاذق)

مونږ افغانانو ته دایران اوپاکستان دا بربنډی مداخلی او لاسوهنی او زمونږپه افتصادی اوپرمختیایی سیاستونو باندی ددوی نا دیپلوماتیکه غبرګونونه دتحمل وړندی کله چی دايران سره د محمد ظاهرخان په وخت کې د هلمند رود داوبو دويش ټړون کيدلو او دا مسله دوخت پارلمان کی دهیواد دځوانو سیاسی مبارزينو روڼ اندوپه وطن مینوافغانانو په ټول هيواد کې د مظاهرو په ترځ کې په کلکو ټکو دا تړون وغندلو. مونږ دښاغلی ډاکتر صیب محمد اشرف غنی  داقتصادی پرمختایی سیاست خصوصآ دافغانستان دطیعبی زیرمو اود اوبو دسرچینو مهارولواو مدیریت کولوپلان ستاینه کوو او خپل ملاټړتری اعلان وو . او هم دجمهورریس نه غوښتنه کوو چی په دی ټړون دسره کتنه وکړی او دنړیوالو قوانینو اونورمونو سره دی دا مسله حل کړی. اوهمدارنګه دهیواد دټولو سیاسی ګوندونو،مدنی ټولنو،ملی شخصیتونو ، قومی مشرانو د ټولو ملی جبهو او اتیلافونو دمشرانو نه غوښتنه کوو چی دهیواد دملی ګټواوملی تمامیت په خاطر دخپلو سیاسی ،ګوندی ،سمتی ،ژینی ،مذهبی او قومی ګټونه تیری شی او ملی ګټو ته ترجیی ورکړی په یواواز سره دخپل منتخب حکومت او منتخب جمهورریس ملاتړی شی او دغه موجوده شرایط او اقتصادی چانس چی د جمهورریس دکامیابه بهرنی او اقتصادی سیاست له امله ترلاسه شوی دی اونړیوالو ملاټړهم دځانه سره لری او ګاونډیان یی سیاسی او اقتصادی انزوا سره مخ کړی دی اعظیمه ګټه پورته کړو او خپل ویجاړل هیواد سمسوره او اباد کړو او هيچا ته دا موقع ور نکړو چی نور ددی هيواه د طبعي شتمنيو نه ناجایزه  گټه پورته کړي . او خپله لیکنه ددروند اوستاذ نعمان دوست په دغه  لیکنی سره پای ته رسوم چی داسی لیکی :

که زه خطیب وای، هره جمعه مې د تقریر یوه برخه د اوبو اهمیت ته ځانګړې کوله.
خطیبانو!
تاسو ولې داسې نکوئ!؟
تاسو ته یې اهمیت نه دی معلوم؟
تاسو خو به دا آیت شریف بار بار لوستی وي او په ترجمه یې هم پوهیږئ:

وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ

دسرلوړی، سوکاله او پرمختللی متحد افغانستان په هیله

ماخذونه

ویکیپیډیا

تعلیم الاسلام ویب پاڼه ( دعبدالغفار جبیر لیکنه)

بی بی سی پښتو څانګه

ټاند ویب پانه

داستاذ نعمان دوست فیس بوک پاڼه

دنړیوال بانک داپور

#دعادلانه نظام لار#

ټول افغان ویبپاڼه

ګوګل

نوي افغانستان په نامه د څیړنو مرکز څیړنیز راپور

 

دامریکا دمتحده ایالاتو او جرمنی ترمینځ سیاسی کړکیچ او دکابل غمیزه

 

د ۲۰۱۴کال د جولای د میاشتې په یولسمه نیټه دالمان حکومت په جرمنی کی میشت د سې اي ای مهم جاسوس ته له جرمنی څخه د وتلو غوښتنه وکړه . په غبرګون کې د جولای په دولسمه نیټه دامریکا حکومت په دې اړوند خپل ژورخپګان وښودلو . همدارنګه د جولای په دیارلسمه نیته  دالمان مشهورې ورځپاڼې بیل خبرورکړو چی  دالمان  په وزارتونو کی دلسو نه زیات جاسوسان ځاې پرځاې شوي دي . ميرکل په ايټاليا کې د جي ـ ۷ سرمشریزي او د ناټو په غونډه کې له ولسمشر ترمپ سره تر ليدنې وروسته له امريکا سره د اړيکو په هلکه مايوسي څرګنده کړه . په دغو غونډو کېې ترمپ له اروپايي شريکانو سره پر ګنو موضوعاتو د نظر اختلاف وښود چی د دواړو هیوادونو تر مینځ اړیکې کړکیچن شول او بې باوري یي رامینځ ته کړه.

په امریکا  کې دولشمشری ټاکنې او د جمهور ریس په توګه د ښاغلې ترمپ دانتخابیدلو څخه وروسته د ښاغلی د غه افرطی سیاست او کړنی  لکه د امریکې څخه د مسلمانانو شړل ، د مکسیکو سره د دیوال  جوړول ، د اوو مسلمانو هیوادونو په  وګړو امریکې ته دراتللو بندیزونو نه یوازی دامریکی د ولسونو اوخلکو  دناراضی کېدو سبب شو ل بلکه د ناتو دمتحدینو دخپګان سبب هم وګرځیدل . د امریکې سره د بریتانیا ، فرانسې او د جرمنې هیوادونو په اړیکو کې سوړوالی او ناباوري را مینځ ته شوه او سیمه یي د بې ثباتئۍ سره مخ کړه  د ترمپ دانتخابیدلو نه وروسته د هغه سیاست ته په کتو دجرمنې لومړی وزیري انګیلا میرکل ویلې ؤ چی جرمنی نور د اروپا ، بریتانیا او امریکا پوري تړلی نه شي پاتې کیدلی . له دوي سره د اړیکو دوام مهم دی ، خو اروپایی ټولنه باید په   وددرول خپلو پښو ودرول شي .  نوموړې دغه څرګندونې وروسته ترهغه کړي ، کله چی  دامریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ د پاریس 2015  کال د هوکړی پر پنسټ د اقلیمی بدلون په تړاو د اوو هیوادونو سرمشریزه کی شوي هوکړي ته ځان ژمن ونه باله .همدارنګه دمونشن ښار یو انتخاباتې غونډې ته ، دی ته ورته خبره کړي اوویلي دي چی هغه وختونه چې مونږپه پشپړه توګه په نورو اتکا کوله اوس تر یوه حده پاې ته رسیدلي دي . نو په همدې سبب دا ویللی شم  چی مونږاروپایان باید خپل برخه لیک په خپل لاس کی واخلو. د ترمپ له خوا په بروکسل کې په جرمنې باندې دناټو ددفاعی لګښتونو د پلان دناکامۍ او ددې هیواد له خوا بهرته په زیات شمیر د موټرو د صادرولو انتقاد هم دوې ترمینځ داړیکو دکړکیچن کیدلو سبب شول.

ترمپ ته د ميرکل د مخالف کانديد شولڅ ځواب

د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند (ايس پي دي) مشر او په راتلونکو ټاکنو کې صدراعظمۍ ته کانديد مارتين شولڅ هم د ميرکل د څرګندونو په تقليد پر اروپا د زياتي همکارۍ غږ وکړ. شولڅ وويل: «اروپا یې ځواب دی.» یعني پر ټولو محاذونو د اروپا جوخته او ژوره همکاري ترمپ ته يو ښه ځواب دی. شولڅ چې د ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۷ م کال پورې یې د اروپا په پارلمان کې کار کړی ، وويل چې اروپا بايد له ترمپ سره د چلند له پاره پریکړه نه ده کړي.

ښاغلی مارتین شولتزهم ای ار ډی ARD تلویزیون ته  په مرکه کې وویل چې اروپایي هیوادونه باید تربل هروخت دټرمپ دچلند په نسبت له یو بل سره تودې اړیکي ولری . همدارنګه ده  دا هم وویل چې ترمپ دده په خبره  دیو مستبد رهبر په توګه چلند کوي او غواړي چې نورتوهین کړي .  همداراز ترمپ اروپا ته خپل سفر بریالي بللی او ویلې يي ؤ چې کارونه ستونزمن خو نتیجې یي زیاتې وي .

همدارنګه دجرمنې په ریګنبرګ پوهنتون کی دټرانس اتلنټیک اړیکو کارپو ستیفن بیرلینګ واشنګټن پوست ته ویلې چې داروپا او امریکا ترمینځ په ګډواومشترکو ارزښتونو باور ، دده په خبره د ټرمپ ارادې زیانمن کړي . اروپایانوانتظاردرلودلو چې ترمپ به نرم دریځ غوره کړي او د جې 7 هیوادونو درناوی به وساتې ، خو ترمپ برعکس عمل وکړو. هغه وایي چې ترمپ داسی چلند کوي  چې ګواکې  اوس هم  په انتخاباتې  کمپاین کې دی.  همداراز د کډوالو په نړیوال کنفرانس کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګابریل د امریکا د ولسمشر ټرمپ سیاست د غربې نړۍ د ګټو پر وړاندې ترتوندو نیوکې لاندې راوست. ګابریل زیاته کړه چې امریکا د عربستان سره د ستر نظامې قرارد په لاسلیکولو وښوده چی ټرمپ په نړۍ کې جګړه غواړي او د اروپا د امنیت له پاره د امریکا اوسنی سیاست غیر متوازن دی . د ه زیاته کړه چې امریکا نور خپل ارزښت دلاسه ورکړی او د امریکا ځای به نور خلک ونیسی چې مراد یي چینایان وه. نن کابل کې د جرمنې سفارت مخې ته ستره چاوده وشوه چې د سفارت ودانۍ یې تر ډیره خرابه کړي او ورته یي ښودله چې مونږدا کار هم کولای شو. مانا دا چی لوی قدرتونه خپل حریف ته په جنګي ژبه یا د نیابتي جګړې پر مټ جواب ورکوي . اوس دابرید جرمنې ته اخطارهم دی چی  له خپلی  شړی سره پښې  وغځوي .

د کابل له بریده یو ساعت وروسته دجرمنی لومړی وزیری مېرمن میرکل وویل «تروریزم پر موږ ټولو حملې کوي؛ که هغه مانچسیتر وي یا برلین، پاریس وي که استانبول، سن پیترزبورګ وي او یا نن کابل.» مېرکل وویل«نن موږ په ټوله نړۍ کې په دې بوږنده او خواشینوونکو شېبو کې یوموټی یوو.» د جرمني صدراعظمې د کابل د چاودنې د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي او خواخوږي څرګنده کړه، او ژمنه یې وکړه«موږ به د تروریزم پر ضد جګړې ته دوام ورکړو او جګړه به وګټو.»

په نتیجه کی ویلی شو چی  د المان او واشنګیتن ترمینځ د اوږد مهاله او لنډ مهاله اقتصادی ګټو په ګرداب کی زمونږ هېواد پریوتی دی او زمونږ هیواد تل د زبرځواکونو دسیالیو ، هغه که سیاسی  یا افتصادی وی قریانی شوی دی . اوسنې برید هم زمونږ هیوادوالوته د سر او مال په زیان تمام شوی او امریکا په یوغشی څو ښکارونه وکړل ، دوی  زمونږ په پلازمینه کی مهمه دیپلماتیکه ساحه ددی پلان له پاره غوره کړه  یانې دوي المان ،امارت ، ترکییې او ایران ته ګوت څنډنه وکړه.

ماحذونه

دالملن مشهور ورځپاڼه بیلد

دترمپ دتویتر پانه

دمرکل ډمونشن دښار دغونډی وینا

آی ار ډی تلویزیون سره دښاغلی مارتن مرکه

همدارنګه دجرمنی په ریګنبرګ پوهنتون کی دټرانس اتلنټیک اړیکو کارپو ستیفن بیرلینګ  سره دواشنګټن پوست مرکه

بی بی سی پښتو

په ایټالیا داوو جی د سرمشریزه غونډه ته دمیرکل وینا

 

د ملي او ډموکراتو سیاسي گوندونو نږدې کیدل او یووالی د وخت اړتیا او غوښتنه ده

 

د افغانستان سیاسي  پوځي پیچلی حالت، د ملي یووالي د حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات، په تیره بیا د چوکیو د ویش پر سر ناندریو هیوادوالو ته نه جبیره کیدونکي صدمه رسولي ده. دولتي خدماتې سکتورونه او موسسي د بحران سره مخ شوي . امنیتي وضعیت زیات خرابه شوی او د هیوادوالو دوښمنان د خلکو تر دروازو رارسیدلي دي. ددولت نفوسو د کنترول ساحي محدودیږي ، اداري او ټولنیز فساد خوریږي، اوسیدونکي په تیره ځوانان وزګار ګرځې ، د اقتصادي ودي او پانګوني حالت مخ په زوړ روان دی . په داسي یو غیر معمول حالت کې ولسمشر او ولسکشر د ستونزو په کمولو کې بي وسه ښکاري . سیاسي ګوندونه د بي تفاوتۍ په سترګو حالاتو ته ګوري او د خلکو د خلاصون اړوند نوښتونه نه کوي . ډیرئ ګوندونه او سازمانونه په فرکسیوني ، ژبني او سمتي ناروغیو اخته دي ، د هیوادنیو ګټو پرځاي ګوندي او شخصي ګټو ته ترجیح ورکوي . د سلیقوي او ځان غوښتونکو چلندونو له وجي ، ان د هغو ګوندونو او نهادونو تر منځ د نږدیوالي او یووالي اراده کمزوري ده چې تقریبا ورته برنامي او اساسنامي لري . له دي کبله ګوندونه په افغاني ټولنه کې کمزوری رول خپلوي او له بده مرغه د توتالیتار ، یکه تازه او معامله کوونکو سیاسي کاروباریانو بازار تود شوی . د سیاست په داسي خچن ماحول کې افغانان د هېواد په تنکۍ او هره شیبه ماتیدونکي ډموکراسۍ باور نه کوي . که غواړو چې په اوسنې زمان کې د یوازیني سیاسي سیستم په توګه ډموکراسي ولرو ، باید ډموکراسي بچ کړو . له دي کبله د افغانستان سیاسي هغو ګوندونو او سازمانونو ته چې افغانستان او د هغې خلک ورباندي ګران دی خواست کیږي چې خپل ټول سلیقوي ، ژبني ، سمتي او مذهبي اختلافاتو او نورو منفي مظاهرو ته د پاي ټکی کیږدي، د وطن د ملي ګټو د ساتلو او د هیوادوالو څخه د دفاع او د بهرنۍ لاسوهني د مخنیوي په واحد محور سره راټول شي.

په اوسنیو شیبو کې چې مافیا د هري چاري واګي په خپل کرغیړن لاس کې نیولي او د افغانستان د خلکو په ستوني فشار اچوي ؛ هیوادوال د وطن ګوند ، حزب متحد ملي افغانستان ، د وطن د ترقۍ ملي ګوند ، د افغانستان د خلکو ګوند ، د افغانستان د سولي د ملي مدافعینو ګوند ، د افغانستان د ملي یووالي ګوند ، د افغانستان د سولي د غورځنګ ګوند ، د افغانستان د خلکو ډموکراټیک ګوند ، د افغانستان د ملي تحریک ګوند ، د حق او عدالت ګوند او افغان ملت ګوند ته سترګي اړوي چې ښایي هغوي د دوي د عذابونو په راکمولو کې مرسته وکړي . له دي کبله په تاسو غږ کیږي چې د غفلت د درانه خوبه راپورته شئ ، خلک او ولس ستاسو مرستي ته اړ دي ! که ستاسو ځواب هو وي ، بیا راودانګئ د وطن د لوړو ګټو د خوندي کولو په نامه یو محور پیدا کړی ، سره نږدي شئ او یووالی وکړئ او یو لوي سیاسي وطني ځوځښت په لاره واچوئ . د کار یو کوټلی او پلي کیدونکی پروګرام تر لاس لاندي ونیسئ چې له یوي خوا افغان وژنه او ورور وژنه بنده شي ، له بلي خوا بهرنۍ لاسوهني ته د پاي ټکی کیښودل شي . هېواد د ډموکراسۍ په لور ډاډمن ګامونه واخلي او د مافیا د اوسنیو کمیشنکارانو مخه بیخي ډب شي . بي له قوي ګوندونو او د هغوي د حکمت عمل څخه ماسیوا په لاس راغلي ارزښتونه نه شي خوندي کیدلی او نوي ارزښتونه نه شي ایجادیدلی . ډیر طلایي چانسونه ضایع شوي او ښه فرصتونه له لاسه تللي ، اما بیا هم ناوخته نه دی . که لږ نور وخت پر تاسو واوړي ؛ واورئ اوسني کادري او ټولنیز امکانات له لاسه ورکوی او د بي باورئ په فضا کې د ځوان نسل ټوکیدونکي توکي هم ستاسو له لاسه وځې . هله به هم دین او هم دونیا دواړه له لاسه ورکړئ. . پاي

 

خصوصی پوهنتونونو، انستیتېوتونواو ښوونځیو ته یوه لنډه کتنه

 

دڅو لسیزو جنګ جګړواوسیاسی بحرانونو څخه وروسته په ګران هیواد افغانستان کی دنوی باب په پیلېدو سره د مساعدي سیاسی فضا، دسولی،بیاجوړونې، پرمختګ ، د ښوونې او روزنې د دودی له پاره زمینه برابره شوه . دا زمونږ دهیواد دغم ځپلو اما په عین حال کې معارف پالونکوخلکو لپاره یو ښه شګون اوزیری دی چې ددولتي پوهنتونونو،انستیتېوتونو او ښوونځیو ترڅنګ ، خصوصي تعلیمې سکتورونه هم ایجاد شوي او په فعالیت یي پیل کړی دی اوپه زیات شمیر خصوصي تعلیمي موسسې دهیواد په پلازمینه او ولایتونو کې پرانستل شوي دي چی په ټولنه او ځوانانو باندي یی مثبته اغیزه کړی ده .دویدیو فلمونودصالونونوځاي اوس کورسونو، ښوونځیو، انستیتېوتونو او پوهنتونونو ونیولو . دمګړۍ ډیرو ځوانانو دغو تعلیمي ادارو ته مخه وکړه چې دهیواد والو دخوشحالی سبب شول او هیوادوالو په ډیر ورین تندې سره ورته ښه راغلاست ووایه . څرنګه چې موږ اوتاسي ټول ګورو چې هیوادکې موجوده اداري فساد داسې کچې ته رسیدلې چې دکانکور ازموینه هم ترې په اما ن کې پاتې نه شوه . یانې د کانکور ازموینه دفسادپه څنګ کې دقومي سمتي اولساني تعصباتو ښکار شوه او هر کال زموږ ډیر با استعداد ځوانان دغیر عادلانه پایلو له وجې بې وسه او بې سرنوشته پاتې شول . د خصوصي تعلیمي ادارو په پرانستلو سره زموږ ځوانانو ته د لوړو زده کړو موقه او زمینه برابره شوه . همدارنګه خصوصي تعلیمي ادارو د دولتي ښوونیزو او روزنیزو موسسو تر څنګ دنورې نړۍ د هیوادونو په شان زمونږ دهیوادوالو دتعلیمي کچې په لوړولوکې ډیر ښه او د ارزښت وړ رول لوبولی شي . خصوصي تعلیمي ادارو او ښونځیو ته ډیر مستحق ځوانان او ماشومان جزب او وبلل شول چی داهم دلوړوزده کړو او د ښوونې او روزنې د وزارتونو له پاره لویه لاسته راوړنه شمیرل کیږي او دوطن دترقۍ او پرمختګ له پاره لوي ګام دی . په دی خاطر پوهان وایی دیو ښوونځې په پرانستلو سره دیو زندان دروازه تړل کیږی ( نیکمرغې ، خوشالې او سوکالې) ټولني ته ور په برخه کیږي .د خصوصي تعلیمي ادارو کار، فعالیتونه او خدمات تر یوه حده دقناعت وړهم دي اوډیرخصوصي پوهنتونونه، انستیتېوتونه او ښوونځې یوڅه ښه ځلیدلې دي چه ښه مثال یي په پلازمینه کابل کی د افغان امریکن ، دنیا ،کاردان او سلام په نامه پوهنتونونه ، په ختیځ زون کی خراسان او الفلاح پوهنتونونه او همدارنګه په ښوونځیو کی د افغان ترک ، کابل نړیوال ، افغانیار، خانه نور او شمس لندن اکاډمی یادولی شو چې په خورا لنډ وخت کې یي زیات شمیر محصلین او زده کوونکې جزب کړی او د ښه شهرت لرونکې دی . په ختیځ زون کی دالفلاح دلوړو زده کړو دموسسې له خوا دتیرکال دکانکور ازموینې څخه پاتې شوي زده کوونکې په ټیت او مناسب فیس جزب شول . مونږ دالفلاح دلوړو زده کړو دموسسې د مشرتابه دغه وطنپال او ولسپال ملي گام او کړنې ستایو او هغو ته له دې امله کور ودانی وایو او دلوي څښتن تعالی څخه ورته په دغه برخه کې بری غواړو. د دغو ښو خدماتو ترڅنګ دنوموړو خصوصي تعلیمي ادارو پالیسۍ په تیره بیا دفیسونو او داخلي په برخه کې زموږ دهیوادوالو داقتصادي او معاشي وضیعت سره په ډیر لیري واټن کی پرتې دي . څرنګه چې زمونږ د ټــولني اکثـــریت غریبانان تشکېلوي ، بنآ ډیره زیاته ستـونزمنه او ناشـونې به وي چی ددې خـد ماتو څخه هغوي برخمن او ګټندوي شي . مثلآ یو محصل دمیاشتی ۳۰۰۰ افغانی فیس چی د یوسمېستر رقم یي ۱۸۰۰۰ افغانی کیږی ، یا د افغان امریکن پوهنتون یو کلن فیس چې ۵۰۰۰ امریکایي ډالر جوړیږي د پورته یادو شوو تحصیلي موسسود زده کوونکو له پاره دیر لوړ اوملا ماتونکی فیسونه دی . ددی خدماتو څخه ډیر لږ او دګوتو په شمار کسان ګټه پورته کولی شي او بس . همدارنګه دښوونځیو داخله ، فیس ،دکتابونوقیمت ، دزده کوونکو ځانګړی لباس چی هر ښوونځې د یونیفورم په توګه ټاکلی اوګاونډیو هیوادونو کی تیاریږي ، همدارنګه ( کلاس پروموشن في ) یانې لوړ ټولګي ته د ارتقاکولو په وخت د کال په پاي کې د ۱۰۰۰ یا ۱۵۰۰ افغانیو ورکول د هر زده کوونکې او د هغه دکورنۍ په اوږو بیحده ډیر دروند بار دی .دا ډول پالیسۍ که له یوي خوا د زده کوونکو او دهغوي د کورنیو په اوږو دروند اقتصادي بوج دی له بلي خوا هره ښوونیزه موسسه د ځان له پاره د تدریس ځانګړی ( کوریکولم ) لري چې دا چلند نه د نړیوال ستندرسره سر لګوي او نه هم د لوړو زده کړو د وزارت د پالیسیو سره . بله عمده موضوع دغو ښوونیزو موسسو ته دخارجې استاذانو راجلبول دي ، افغانان وایي پردی کټ تر نیمو شپو دی .. د دې متل نه په پند اخیستلو سره باید دخپل هېواد دکدري او علمي ظرفیتونو څخه استفاده وشي . یانې تر څو چې دخپل وطن علمي ظرفیتونه پیاوړي نه شي ، دروزګار ستونزه هم حل نه شی ، د وطن علمی کادرونه ونه روزل شي او د هغوي څخه ګټه پورته نه شی ، دهیواد اوسنی ښوونیز بحران نه شو قابو کولاي . که د افغاني کدرونو څخه د نوي نسل په روزلو کې استفاده وکړو په اینده کی به د قوي علمي او اکاډمیکو ظرفیتونواو کدرونوخاوندان اوسو . .

مګر ځینوخصوصي پوهنتونونو او تعلیمي ادارو بیا د خپل کیفیت د لوړولوپرځاي پر تجارتي اړخ او مادیاتو باندی تکیه لږولي ده . ډیرو وګړو او ځوانانو ته تش په نامه داخلي ورکوي ، نه خاضري مطرحه وي نه لیکچرونوکې گډون ، صرف په فیس باندی اکتفا کیږي . همدارنګه په مرکز او ځینو ولایتونو کی ډیر هغه دولتي چارواکې چې په حقیقت کې ددولسم ټولګی څخه فارغ شوي وه او په لوړو دولتي موقفونوکې ځای پر ځاي شوي ، د زور او زر له لاري بې له دې چې په فزیکې لحاظ یي پوهنتون ویلی وي د پوهنتون د فراغت سندونه او اړوند مونوګرافونه په ناچله توګه تر لاسه کوي او خپل ځانونه د رښتونې کادرونو په لیکه کې وهې . دا ډول فراغت وطن ، خلکواو هیواد ته دخدمت پر ځای یو ملی او نه جبران کیدونکی لوی خیانت بلل کیږي . د دخواشینۍ ځاي دی چې د لوړو زده کړو او معارف وزارتونو په خپل اداری جوړښت کی خصوصی ښوونیزو ادارو لپاره مستقل ریاستونه ایجاد کړي مګر تراوسه د دې جوګه شوي نه دي چې یو ه جامع ستراتیژي او د تعلیمي نصاب له پاره روښانه او ګټوره کړنلاره جوړه کړي .

دیادو ستونزود حل لاري :

۱ ـ دلوړو زده کړو اومعارف وزارتونه باید یوه جامع ستراتیژي او کړنلاره چې دیو بین المللی ستندر د تعلیمي نصاب سره سمون ولري جوړه کړي .

۲ ـ دخصوصی تعلیمی ادارو د څارنې له پاره د نظارت او ارزیابئ کمیټه چې د مخلصو ، وطنپالو او مسلکی کدرونو څخه جوړه وي وګمارل شي ، ترڅودخصوصی پوهنتونونو او تعلیمي ادارو د کانکور دازموینې د څارنې ، د استاذانو دتحصیلي اسنادو ارزیابئ او کتنې ، دمیاشتنې فیسونو دټاکلو اوکنترولونې او دپوهنتونونو د چاپیریال دڅارنې چاري سمبال کړي او په دې توګه دمحصیلینو د ستونزوحل لاري ولټوي .

۳ ـ دلوړو زده کړو او معارف وزارتونه باید هغه پوهنتونونه اوتعلیمي ادارې چې دیادو وزارتونو دقوانینو او مقرراتو خلاف دکیفیت پرځاي په تجارتي اړخ تکیه کوي ، غیر قانوني کړنې او فعالیت کوي ، د هغوي دفعالیتونو جواز باطل او ویي تړي .

۴ ـ خصوصی تعلیمی ادارو او پو هنتونونو ته باید داوسنیو عصری پوهنو په لړ کې د سا ینس او تکنا لوژۍ د سکالرشیپونو د برابرولو، دهغوي د امنیت د خوندي ساتلو ، پر هغوي د لږي مالیي د وضعه کولو ، د درسی موادو، لابراتوارونو، او څیړنیزو مرکزونو د برابرولوپه برخه کی ور سره مرسته وکړی .

۵ ـ هغو محصلینوته چی د لیسا نس په کچه فارغیږی د هېواد په د ننه او بهر کې د ماسترۍ د کورسونو د نیولو له پاره زمینه برابر ول او د پروګرام د تکمیلونو څخه وروسته په دولتی اداروکی د هغوی جلبول او په دندو ګمارل .

په پاي کې د لوړو زده کړو او د معارف وزارتونو ، په هېواد کې د پوهنتونونو او انستیتېوتونو او د ښوونځیو د مسؤلینو څخه زموږ غوښتنه داده چې په پوره افغاني او اسلامي روحیي ، د ایماندارۍ ، صداقت ، وطنپالنې او ملي احساس په درلودلو سره د خپلو زوریدلو خلکو او د هغو د بچو د ښوونې او روزنې له پاره د یو ( کوالیټې ایجوکشنل سیستم ) یا د زده کړي د عالي سیستم په جوړولو کې د زړه د اخلاصه مرسته وکړي او اوسنۍ حیرانوونکې ستونزي له منځه لیري کړي . دا په افغانانو پوري ویل کیږي چې هغوي د تعلیم سره مینه نه لري ، که ولېدل شي افغانان په نړۍ کې د استعداد لرلو ریکارډ لري . دا یوازي زموږ کمزوري ، غافله او نا اهله حکومتونه دي ، تور زړي ګاونډیان دي چې د افغانانو څخه يي د تعلیم په اړه هر څه اخستې او هغو ته بیسوادي په سوغات کې ورکوي . هغه ملت چې د پوهې نه محروم شي د خپل تاریخ سره یي اړیکې شلیږي . څوک چې په خپل تاریخ نه وي خبر هغه ته وطن او د هغې څخه دفاع مانا نه لري . بې وطنه خلک لوړ معنویت نه لري . له دې کبله راځئ چې په تراژیدئ کې د ډوبیدونکې افغانستان کښتۍ د پوهې په بصیرت او مهارت را وباسو ، د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو سره په ښوونه او روزنه کې ځان سیال کړو . په دې برخه کې حکومت ، خیر غوښتونکې ټولني ، د افغانانو هره کورنۍ او وګړی، نړیواله ټولنه او پوهه خوښوونکی بشریت د افغانانو د باسواده کولو په داعیه کې هر یو انسانې او اخلاقې مسؤلیت لري او یو شمیر له دوي ان داچې مکلفیت لري .

په درناوي

 

افغانان عدالت غواړی

 

 

که چې په نورو ویناګانو کې ورته ګوته نیغه شوي وه ، د افغانستان خلک په تیرو څه کم څلورو لسیزو کې د اوږدې جګړي د اور په لمبو کې سوځې . هغوي په دې عقیده دي چې د هیواد د اقتصادي ، سیاسي او ټولنیزو اډانو په ویجاړولو کې د نړۍ او سیمې یو شمیر زبرځواکونه او سیالې کښ هیوادونه شامل دي . که څه هم چې زموږ د خلکو عمومې وروسته پاتیوالې ، په سیاسي بعد کې ایدیولوژیکو چلندونو او نورو لاملونو خپلې اغیزي ښیندلې ، خو د اسلامي پاکستان دوښمنانه او یرغلیزو کړنو د افغانستان په تباهۍ کې تر هر بل لامل زیاته برخه لرلې ده . پاکستان نړۍ ته د افغانستان اړوند ځکه دوکه ورکړه چې بي له دي یي د خپل بي تاریخه او مصنوعي هیواد د پایښت او ودې ممکنې لارې چارې نه شوي لټولی . اوس پاکستان افغانستان اوسیمه په داسې ناسور ټپ اړولې چې د هرې ورځې په تیریدو یي د افغانانو کړاؤ ډیریږي او پاکستان ګټه کوي . زموږ هیوادوال حق لري د خپل هیواد د ویجاړیدو ، د ولس د پرله پسې کړیدو او د وژونکې جګړي مجرمین نړیوال عدالت ته راکش کړي . ښایي زیات هیوادونه او سازمانونه په افغان خاوره د جګړي د پیلولو او د سترو بشري جنایتونو په سرته رسولو کې لاس ولري ، خو د پاکستان رول په دي اړوند ډیر تبا کوونکی دی . څومره چې انګریزانو د افغانستان خاوره په ټوټو ټوټو ویشلې او هره ټوټه یي په تیرو څو پیړیو کې د خپلو تیرې کوونکو پالیسیو د لابراتوار په توګه کارولې ، پاکستان هم په تیره څه کم یوه پیړۍ ، په ځانګړې ټوګه وروستیو درې لسیزو کې ورته چلند سرته رسولی دی . پاکستان د خپلو جنرالانو د ارمان پوره کیدو په هېله کابل او ټول افغانستان ورو ورو سوځولی او خپل ځان یي په سیمه ایز ځواک اړولی . د افغانستان واکمنواو اړوندو دولتي ادارو د هیواد د بچ کیدو په موخه ، تر دې دمه د پاکستان د محدودیدو عملې او بریالۍ پالیسۍ نه ده لرلې . تاریخ مهم چانسونه د افغانانو په برخه کړل لکه ، د هند اوپاکستان د څو جګړو طلایي فرصتونه ، په شلمه پیړۍ کې د کابل ـ ډیلې اومسکو د ګډو ګټو د لیکې جوړیدل ، په ۲۱ مه پیړۍ کې د کابل ـ ډیلې او واشنګټن ګډې ګټې په یوه لیکه واقع کیدل او تر دې دمه د هغې ادامه او نور ، خو د هیواد مشرتابه او په ټوله کې هیوادوالو، د پورته لاسته راغلو مهمو شیبو څخه د افغانستان په ګټه اړینه استفاده ونه کړه . تاریخ شاهد دی تر څو چې د افغانستان د دروازو په وړاندې د پیښور او کوټې مورچې د پنجاب په لاس کې وي ، د هیواد د انګړ په دننه کې د افغانانو ډاډه ګرځیدل را ګرځیدل لامهال ښکاري او د نیم تنه هیواد خلک تل بي موراله ، محتاجه او د ملي مهمو مسألو په حل کې د اړین مانور کولو څخه محروم بریښې . په همدې تصور پاکستان غواړي په خپل ګاونډ کې یو شل ، محدود او تلپاتې کمزوری افغانستان ولري . پاکستان د افغانستان ، هند او سیمې په هکله د تیري د ځانګړې ستراتیژۍ د پلې کولو په دایره کې تیرې کوونکی پوځ او د اي اس اي په څیر  دوزخې استخبارات جوړ کړي چې په اټومې وسلو سمبال دي . د دې سره جوخت یي په دینې مدرسو کې د ترهګریزو بریدونو په موخه اسلامې بنسټپالې روزلې چې د بیلا بیلو  ورانکاریو له پاره یي افغانستان ، د سیمې هیوادونو او نوري نړۍ ته لیږي . چیري چې ترهګریز برید کیږي ، په یوه یا بله بڼه د پاکستان له نامه سره غوټه خوري . له دې کبله پاکستان او ترهګري یو له بل سره تړلې دي . اوس نړۍ ته هم پته لګیدلې چې پاکستان د اټومې وسلو او تیکنالوژۍ د لرلو او خوندي ساتلو فرهنګ نه لري او د امریکا د پخوانې سفیر حسین حقانې په قول ، نور پاکستانې جنرالان د تیر په څیر د ټولو اسلامې اورپکو د کنټرول واک په لاس کې نه لري . د امریکا د متحده ایالاتو د وارخطایئ څخه جوتیږي چې د ډیراوتر او هرې خوا لاس اچونکې پاکستان په واک کې د اټومې او اسلامې بمونو شتون نړۍ او سیمه یو شان ګواښې . حالات دومره ترینګلې شوي چې ، که پاکستان د افغانستان او هند د خطر خبري بس کړي اود ترهګرۍ څخه هم لاس واخلې ، هغه هیواد په خپله سقوط کوي او که خپلې افغاني ضد او هندي ضد پالیسۍ چلولو ته د تیر په څیر ادامه ورکړي ، نړیوال اغیز لرونکې ملاتړي نه شي موندلی . په دې بنسټ افغانانو ته یو ځلې بیا ښه موقه په لاس ورځې چې د ناسمو پالیسیو په ګرداب کې د راګیر شوي پاکستان د لا ګوښه کولو او په نهایت کې نړیوالي محکمې ته د هغه هیواد د راکش کولو له پاره هیوادوال ، په تیره بیا روڼ اندي سره لاسونه ورکړي . دا موضوع د خپل خصوصیت له مخې یوه سیاسي حقوقي او مسلکې موضوع ده چې مخته بیول یي پوره اړینه پوهه ، هوښیاري او ځیرکتیا غواړي . په سیالیو کې اموخته شوي افغانانو ته په کار ده چې د پاکستان څنډي کولو ته ګړندی هر اړخیز فعالیت او سالمه سیالې وکړي . په برتانیا کې د افغانانو د عدالت غوښتنې مرکز ( مدا ) چې د ۲۰۱۶ م کال په جولاي کې پرانیستل شوی ، غواړي ، د پاکستان د منزوي کیدو له پاره د افغان او بهرنیو حقوق پوهانو او کارپوهانو یوه اجماع راوغواړي ، د افغانستان اړوند د ټولو مظالمو او تیریو لاسوندونه ومومې چې د پاکستان د پوځ او اي اس اي له خوا شوي او په پاي کې هغه هیواد د جنګې جرمونو د ارتکاب له امله نړیوالي محکمي ته راکش کړي . ټاکل شوي دندی پلي کول یو هر اړخیز مسلکې کار دی چې باید د بهرمیشتو مینه والو افغانانو او د هیواد دننه هغه هیوادوالو له خوا پلی شي چې د یاد شوي کار په حساسیت پوهیږي . لکه چې محترم همایون تاچ ورته په خپله وینا کې ګوته ونیوله ، د پاکستان د ګوښه کولو او نړیوالې محکمې ته د هغه د کشولو نوښت په ټولو هغوهیوادوالو اړه نیسې چې له ډیر پخوا یي په دې اړوند د نظریو راکړه ورکړه او مشوره کوله . مدا د خپلو موخو د پلې کولو په هدف په برتانیا کې د افغاني او برتانیایي حقوق پوهانو د یوي کړۍ سره اړیکې ټینګې کړي او د یو شمیر وتلو کارپوهانو سره یي د مشورو د پیلولو تکل کړی چې څنګه د پاکستان د منزوي کیدو او نړیوال عدالت ته د هغه هیواد د وړاندي کولو لارې چارې ولتوي . مدا د افغانستان د حکومت د یو شمیر چارواکو ، په تیره بیا د امنیت شورا سره اړیکې نیولې او د هغوي په غوښتنه یي په کابل کې د استازولۍ د یوي کاري او اغیز لرونکې ډلګۍ د معرفۍ کار هم بشپړ کړی . مدا ته اوس روښانه شوي چې تر څو د پاکستان د انزوا او عدالت ته د وړاندي کولو په هکله  فکري کار غښتلی نه شي ، یو شمیر ساده زړې افغانان د هغه هیواد د ریښتینې څیري په کتلو نه شي بریالي کیدلی . همدا اوس یو شمیر هیوادوال شته چې د پاکستان د تبلیغاتو د اغیزي لاندي د خپل وطن د ورانولو په نه بښونکې عمل لګیا دي . موږ اوس د مدا په چوکاټ کې تصمیم نیولی چې د فکري کار د کرښو د واضح کولو په نیت یو سیمینار راوبولو او له هغو حقوق دانانو او کارپوهانو بلنه وکړو چې د موضوع اړوند علمي بحثونه وکړي او د عملي فعالیت یو ټاکلی چوکاټ ترسیم کاندي . څرنګه چې د پاکستان د انزوا او عدالت ته د کش کیدو کار دمدرحاله د بهرنیانو په مالي امکاناتو شونی نه دی ، له دې امله د سیمینار په څنډه کې به د مخته پرتې ملي مهمې دندې د پلې کیدو د مالي اړخ د برابرولو او پیاوړتیا اړوند هم نظر واخستل شي . همدارنګه د سیمینار په بحثونو کې به د موضوع په دې اړخ چې د پاکستان انزوا او ټیله کول یوازي یو سیاسي تبلیغاتي فعالیت نه دی ، بلکه هغه یوه ستره سرښیندنه ده خبرې اتري وشي . ځکه له دې سره برسیرن او په بي احتیاطۍ چلند کول ، بې ځایه سیالۍ هڅول او له مسلکې پولو وتل د موخې څخه د ځان د لیري کولو په مانا دي . مدا ستاسو سره د خپلو تجربو د شریکولو په برخه کې ځان ژمن بولي او له تاسو هم په درناوي هیله کوي چې د خپلوارزښتناکو تجربو د تبادلې له بهیر سره مو په اړیکه کې ساتئ . که داروپا میشت علاقمند افغاني حقوق دانان ، کارپوهان ، سیاسي ، فرهنګي ، ټولنیز او مدني شخصیتونه او د هغوي ټولني په خپلو میشت ځایونو کې یو له بله سره اړیکې ټینګې کړي او د پاکستان د منزوې کولو په اړتیا او اهمیت خبرې اترې وکړي او لاسته راغلې پایلې د یو او بل د خبرتیا په موخه سره شریکې کړي، باور شته چې په دې اړوند د اروپا په کچه د څرګندو اهدافو د تعریف او د هغې د پلې کیدو مشخص میکانیزم ټاکلو ته زمینه برابریږي . دا باید په یاد ولرو چې عدالت ته د پاکستان د مخته کولو دنده د هر افغان په اوږو لویږي او د دې ستري ملي دندي په سرته رسولو کې د بهر میشتو  حقوق پوهانو ، کارپوهانو او اګا وطنوالو رول او مانور د ډیري پاملرنې وړ دی ، ځکه په بهرکې اوسیدونکې افغانان د خوندیتوب د لرلو او اړینو سرچینو ته د لاسرسې له پلوه په نسبې مساعد موقعیت کې قرار لري . له دې امله زموږ ټولو دندي ډیر اهمیت مومې او پیچلې کیږي . د هیوادوالو یو خواخوږی وایي هغه افغان نسل به ویاړمن ژوند ولري چې په ګاونډ کې یي د پاکستان په نامه دولتي سیاسي تشکیلات له منځه تللې وي .

د جنګې جرمونو د محکمو د اصل له مخې ، راځئ چې ژر نړیوالي محکمې ته پاکستان مخامخ کړو ، تر څو د هغو وطنوالو روح ښاد شي چې د هغه هېواد د مظالمو او تیریو له امله یي خپل خوږ ژوند او ټوله هستې د لاسه ورکړي او هغه څوک په سزا ورسول شي ، چا چې دا جرم تر سره کړی دی . همدارنګه د جنګې جرمونو یوه بریالۍ محکمه کولی شي زړه بګنونکې تیر ته لاره  ورکړي چې ارام پریوځې او د هغې پر پایلو یوه سوله ایزه راتلونکې ودانه شي .  مننه

 

سعودي عربستان دبدلونونو په درشل کي

 

سعودی عربستان یو پاچایی دولت دی چی د عرب په ټاپووزمی کی پروت تر ټولو لوی هېواد دی .  سعودی عربستان په جنوب کی د الیمین ، په جنوب ختیځ کی د عمان ، په ختیځ کی د قطر ، په شمال کی د عراق ، کویت او اردون سره گډې پولې لري . مساحت یی ۲۲۴۰۰۰۰ کلومتره مربع او پایتخت یی الریاض دی . د سعودی عربستان د مځکې سطحه اواره ده . د سعودی عربستان په جنوب کی لوی دښته پرته ده چی د رب الخالی په نوم یادېږی . د هېواد په لویدیځ کی غرونه شته چی د المدیان او الحجاز په نوم یادېږی او په جنوب کی یي د عسیر غر موقعیت لري . په سعودی عربستان کی هیڅ سیند نشته.

په ۱۶ مه پیړۍ کی عربستان د عثمانی حکمرانانو لاس ته ور غلی ؤ . په ۱۸ مه پیړۍ کی یو عالم محمد ابن عبد الوهاب په سعودی عربستان کی یو مذهبی ډله تاسیس کړه . دغه مذهبی ډله په عربستان کی افراطی مذهبی ایدیولوژی ( عقیده ) خپروي چې د الوهابیة په نوم یادیږی . الوهابیة په اوس وخت کی د سعودی عربستان دولتی ایدیولوژی ده . په ۱۹ مه پیړی کی د سعودی کورنۍ د مصر او عثمانی دولت په خلاف جگړه وکړله . په ۱۹۰۴ کال کی سعودی کورنۍ النجد ونیولو . په ۱۹۲۴ کال کی الحجاز، المدینة او مکة د برتانیا د پوځ له خوا ونیول شول . مگر تر درې کالو وروسته دغه ښارونه خپلواک شول . سعودی عربستان په ۱۹۳۲ کال کی د برتانیا د پوځ تر وتلو وروسته تاسیس شو .  ( ويکيپېډيا )

د سعودی حکومت د سخت دریځي پالیسي ترڅنګ یو انحصاری شاهی سیستم حکومت جوړکړ چی د یوي کورنې له خوا د حکومت ټولي چاري اداره کیږی او ډيرمحدودیتونه اوبندیزونه یی په وګړو خصوصآ په ښوونځیو باندی لګیدلي وه . په ټولنیزوچاروکی هغوي ته ونډه نه ورکول کېدله ، دا او داسی نور سیاسی محدودیتونه یی ښه مثال کیدلی شي .

د سعودی د حکومت د قانون له مخې ښځو د موټر چلولو اجازه نه درلوده . په سعودي عربستان کې ښځې همداراز د قانون له مخې باید اوږدې چپنې واغوندي او د هر قانوني اقدام له پاره یي د نارینه خپلوانو اجازې ته اړتيا درلودله . همدا راز ښځوته په  کاري ساحه او د فترونو کې د ګډون حق نه ورکول کیدلو . له همدی امله سعودي عربستان د ټولې نړۍ له  تندوانتقادونو اوغبرګونونوسره مخامخ ؤ . ډیرو مدنی او سیاسی فعالانو له ۱۹۹۰مې لسيزې راهیسي د ښځو د موټر چلولو او په دولتی نهادونو کې هغوي ته د کاری فرصتونو او یو شمیرنورو ازادیو د حق ورکولو له پاره مبارزه کوله . بلاخره لاندي اصلاحات او تحولات پیل او تر سره شول .

۱۹۹۹ـ اکتوبر :  د لومړي ځل له پاره ۲۰ تنو سعودي ښځو د مشورتي شورا په غونډې کې ګډون وکړ .

۲۰۰۱ـ دسمبر :  پاچا فهد د تروریزم د له منځه وړلو غږ وکړ او ویې ویل چې اسلام کې دا پدیده ممنوع ده . حکومت د یو بیساري ګام په ترڅ کې د ښځو له پاره د هویت کارتونه جوړ کړل .  

۲۰۰۳ ـ‌ سپتمبر :  د ښځو او نارینه ؤ په ګډون د ۳۰۰ نه زیاتو سعودي روڼ آندو د سیاسي اصلاحاتو له پاره یو غوښتنلیک لاسلیک کړ .

۲۰۰۳ـ اکتوبر :  پولیسو د ریاض په مرکز کې یوه بیسارې غونډه ماته کړه ، چې د سیاسي اصلاحاتو غوښتنه يې کوله . د ۲۷۰ تنو نه زیات کسان ونیول شول .

۲۰۱۱ ـ سپتمبر :  پاچا عبدالله د ښځو له پاره د نورو حقونو اعلان وکړ ، لکه د رایې ورکولو حق ، د ښاروالیو انتخاباتو کې ګډون او د هیواد تر ټولو بانفوذه ادارې ، مشورتي شورا ته ، د ټاکل کېدو حق .

وروسته له دې نه چې یوه ښځه د موټر چلولو په جرم ګناهکاره وموندل شوه د لسو دُرو په وهلو محکومه شوه. دا لومړی ځل و چې د ښځو د موټر چلولو د بندیز څخه د سرغړونې په خاطر یوه قانوني سزا ورکړل شوه . پاچا عبدالله دا سزا بیرته وګرځوله.

۲۰۱۲ـ‌ جون :  ولیعهد شهزاده نایف ومړ ، د هغه پرځای آزاد خیاله دفاع وزیر ۷۶ کلن شهزاده سلمان وټاکل شو .  

سعودي عربستان ومنله چې ښځینه ورزشکارانې کولای شي د لومړي ځل له پاره د اولمپیک لوبو په سیالیو کې ګډون وکړي ، په داسې حال کې چې اټکل کیده ممکن د سعودي ټوله ورزشي ډله  د جنسي توپیر له امله لوبو کې د ګډون څخه محرومه شي .

۲۰۱۳ـ فبروري :  پاچا عبدالله ، په مشورتي شورا کې چې پخوا په کې ټول نارینه وه ۳۰ ښځینه غړي شامل او سوګند یي ورکړ ، دا په عامه چارو کې د ښځو د ګډون په لاره کې یو ستر ګام ؤ . دا لومړی ځل و چې ښځې پر سیاسي دولتي څوکیو وټاکل شوې .

۲۰۱۴ـ مارچ :  سعودي عربستان یو شمیر اسلامپالې ډلې د تروریستي سازمانونو په نوم یادې کړې او د هغوی تمویل او ملاتړ یې ممنوع کړ . په دې ډلو کې اخوان المسلمین ، د النصره جبهه او په عراق او شام کې اسلامي دولت ډله شامل دي.( بی بی سی)

د سلمان بن عبدالعزیز په نوي فرمان کې راغلي چې د ښځو د موټر چلولو منفي او مثبت اړخ ته په کتو او همداسي د سعودي د لویو علماو د شورا غړو اکثریت رایو ته په کتو دا جوته شوه چې د ښځو د موټر په چلولو کې اصلیت « جواز لرل » دي، کوم څوک چې ددې کار سره مخالفت لري، هغوی د احتمالي منفي اړخونو څخه د مخنیوي په خاطر دا خبره کوي، خو علماء وايي که چیري د ښځې په موټر چلونې کې نور شرعي تضمینونه وشي، نو هیڅ خبره نه ده چې ښځه لایسنس ولري او موټر وچلوي.

د سعودي باچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د یوه خاص فرمان له مخې د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې له دې وروسته ښځو او نارینه ؤ ته په مساوي ډول د ترافیکي قوانینو مطابق لایسنس ورکړي . د سعودی حکومت د قانون مطابق د ۱۴۳۹/۱۰/۱۰ هجري قمري څخه دغه فرمان عملي کړي .

همدارنګه د سعودی عربستان پلازمينې ریاض ته څیرمه د ساتیرۍ د یوه ښار  جوړېدل چې ۳۳۴ کیلومتره مربع پراخوالی به ولری ، دا په نړۍ کې د خپل ډول لومړنی د ساتیرۍ ښار کېدلی شي چې د امریکا د لاس ویګاس له ښاره  به لوی وی او تر ۲۰۲۲ کال پورې به یې کار بشپړ شی.  د سعودي حکومت ، هڅه کوی د سعودی د اقتصاد تکیه د تیلو پرځای په نورو سرچینو ووېشی .

همدارنګه د سعودی د سپورت د فیدراسیون د مشري په ټوګه د ریما بنت بن سلطان السعودی لمړني ښځینه ټاکنه همدارنګه د سعودی تلویزیون له لاری د لمړی ځل له پاره د ښځینه ؤ په اواز سندریزو کنسرټونو خپرولو اجازه ورکول هم د لوی بدلون په لور یو سترګام شمیرل کیږی . د سعودی عربستان د هغه وهابی پاچا څنګ ته کیدل چې جسمانی وضعیَت ئې دومره هم بد نه دی او د محمد بن سلمان له خوا د حکومتی چارو په لاس کی نیول . سعودي عربستان واشنګټن ته د یوه نږدې عنعنوي متحد په سترګه کتل او خپل د اړتیا وړ زیاتره وسلې له متحده ایالاتو او همدارنګه له بریتانیې څخه پيرودل . دونالد ترمپ د ولسمشر په توګه د خپل لومړنی بهرنې سفرپه ترځ کي ، سعودي عربستان او امریکا د یو میلیارد دالرو په ارزښت د وسلو او تجهیزاتو د خریدارۍ تړونونه لاسلیک کول .

مسکو ته د سعودي عربستان د پاچا سلمان تاریخي سفر دغه دواړه هیوادونه د سوریې د شخړې په څیر مسائلو کې نږدې همکاري ته هڅول ، په لسګونو تړونونو لاسلیک کیدل . د بیلګې په توګه د ریاض له خوا د روسیې څخه د S-400 ډوله هوايي دفاعي سیستم ، د ټانګ ضد سیستم او راکټي وسلې پيرودل . د پوځي روزنې پروګرام ، د تجهیزاتو تخنیک او د تیلو د تولید په برخه کې همکاري کول.

د رویټرز خبري اژانس د روان میلادي کال ۲۰۱۷ په جنوري کې خبر ورکړی ؤ چې د سعودي د باچا ملک سلمان زوی محمد بن سلمان یو لړ اصلاحات په پام کې لري چې د دیني عالمانو د پاریدو سبب ګرځېدلی شي ، اژانس زیاته کړې وه چې محمد بن سلمان د علماوو د قابو کولو له پاره پلان ترتیب کړی دی .

د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د نوي شاهي فرمان له مخې د نبوي احاديثو د څار او تفسير له پاره د يو داسې کميسيون د جوړولو امر کړی چې ټول(ناسم نصوص، افراط، ترهګرۍ او د قتلونو جواز ورکوونکي احاديث )دغه احاديث  چی د سخت دريځۍ او ترهګرۍ له پاره د کارولو له دایري بهر کړي . همدارنګه په زرګونو سخت دريځي امامان او خطیبان يې له دندو ګوښه کړي او د مشهورو علماوو په ګډون يې ګڼ شمېر خطیبان ، واعظان او دعوتګران نيولي دي .

پایله :

پورتنیو بدلونونو ته په کتلو سره ویلي شو چی د سعودی عربستان حکومت غواړی د نړیوال سیاست سره ځان عیارکړی همدارنګه د ستروهیوادونو سره د سترو اقتصادی ګټو تعدل وساتي او همدارنګه د سیمه ایز سیاسي نفو‌ذ د پیداکیدو ترڅنک غواړی چی د نړیوال تروریزم او ترهګرۍ سره په مبارزه کی د نړیوالو سره برخه واخلي او په منطقه کی د ترویزم د پالنی کوم تورچی پر دي هېواد لګیدلی ؤ هغه له ځان څخه لیزي کړی . همدا راز د خپلوسیالو ګاونډیو اسلامی هیودانو سره چی ځینو یی اتومی تکنالوژی اواتومی وسلو ته لاس رسی پیداکړی ده ،  د هغوی په مقابل کی د پوځی ځواکمنتیا له پلوه خپل هیواد د هغوی سره سیال کړی ، ځینې پوځی ټړونونه د زبرهیوادونو سره لاسلیک کړي چی روسییه او متحده ایالات یی ښه مثال کیدلی شی . همدارنګه د ملی تفریحی سترو پارکونو جوړول او دی ته ورته زیربناي سترو پروژو پیلول ، مانا دا چې دوی غواړی که مبادا د تیلو سرشاره منابعو په ختمیدوشي د نورو سرچینو څخه به د خپل هیواد په اقتصادی کی په لویه کچه ګټه پورته کړی . همدارنګه ځیني مذهبی اصلاحات شاید ورته ستونزمن وی او ورته لوي ستونزی وزیږوی . همدارنګه ښځو ته په ځینو ازادیو ورکولوکی د دوی سیاست او اصلاحات شاید د نړیوالو د ستاینې وړ وګرځی او د هغوی سره د اړیکو په جوړولو او ساتلوکی ښه رول ولوبوی .

سرچینی او ماحذونه :

بی بی سی پښتو وبیپاڼه

المان اونړی ویبپانه

پښتونیوز

نن ټکی اسیا ویبپاڼه

ویکیپیډیا

 

راځی د منفي افکارو پرځای مثبت افکار خپل کړو!

 

ګرانو لو ستونکو انسان یو اجتماعي موجود دی دغه راز ټولنیزواواجتماعی اړیکو ته اړتیا لري الله  پاک خپلو بنده ګانوته دډیرو سترو نعمتونواو استعدادونوترڅنګ یی فکر، شعور، ټاکنه اود انتخاب صلاحیت او توانمندی هم ورکړی همدارنګه که چیری مونږ مثبت فکر، مثبته ټاکنه وکړو کیداشی پایلی هم مثبتی وی همدارنګه مثبتو افکار په خپلولوسره کولای شو ټولنیز اړیکی پیاړی کړوله هغه کسانو سره ناسته ولاړه او ملګري وکړو چې مثبت فکر کوي.څرنګه چی په هره ټولنه کې منفي افکار کولای شي د هغې ټولنې مثبتی کړنی له مینځه یوسی، څرنګه چې هر قوم خپل برخليک په خپله ټاکي، زمونږ په هیوادکې روان ناورين, تاوتریخوالی، کورنۍ جګړې اوکړکیچونه، وژنې، تښتونې او وحشت او دنورو لخواپرمونږ تحمیل شوی جګړه هم زمونږ د منفی افکارو نتیجه ده . څرنګه چی منفي افکاراو منفي نظریات د یوه ، سازمان ، کاروباری ځایونواو ادارې پرکاري چاپیریال باندی بده اغیزه او منفی تاثیرکوی ،همدا رنګه دیو انسان په ټولنیزی شخصیت هم ډیرژور تاثیر اواعیز کوی .

منفي افکاردیوی اداری او د پرسونل په روحیه او ژمنتیا زیات اثر کوی او په نتیجه کی دکارکولو لپاره ژمنتیا او تعهد له منځه وړي. هغه چارواکی او مسولین، چې د خپلې ادارې شرکت ، سازمان او یا کمپنی شکایت کوي او پر بریالیتوب یې باوري نه وي، او یا ورته دشک په سترګه او نظر ګوری په د اداره  د تولید ډلې روحیه ضعیفه کوی او بلاخره یی ځپی. او په نتیجه کی د کمپنی د ناکامی اوماتی سبب کیږی.

که یو مدیرآو یا د کمپنی مسول په دی باور وی  چی ددوی هڅی او زیارونه  نتیجه نه ورکوی او دا کمپنی به کمپنی نه شی  او تل منفی فکر اواو د خپل کاری ځواک څخه ګیلی وکوی چی ګواکی دوی دناکامی په لوری درومی او تل نا امیده وی  هم خپله ژمنتیا او روحیه کمزوری کوی اوپه دې توګه نورو کارکوونکو او کاری پرسونل ته هم د یوه منفي ذهنیت احساس ورکوي. او دا منفی افکار او منفی احساس دکاری پرسونل ترمینځ منفی فکر پراخوی او ددوی پر کاری ظرفیت د تولید ی توکو به کمیت او کفیت هم خورا ژوراثراوتاثیر خوروی.

ګرانو لوستونکو دمثبتو او منفی افکارو یو څو نمونی او همدارنګه دمثبتو او منفی افکارو لرونکو خلکو خصوصیتونه په لاندی ډول دی:

منفی افکار                                                                            

داکارمی هیڅکله  ندی ترسره کړی

داډیرستونزمند اوښوراپیچیده دی

کاری وسایل نلرم

زه دی کاردکولو توان نلرم

امکان نلری چی زه بریالی شم ترڅوداکاروکړم

هیڅوک زما پوښتنه نه کوی

زه کیداشی په دی کارکی پرمختګ ونکړم

مثبت افکار

دایوه ښه موقع ده چی  یوڅه زده کړم هغه هم نوی شیان

باید کوښښ وکړم ترڅو حل یی کړم

دکار په وخت کی ونه توانیدیم چی دغه کارهم ترسره کړم

شاید وتوانیږم بیا ځلی یی ترسره کړم

حداقل کوښښ کوم چی ترسره یی کړم

کولای شم وازمایم

دمثبتو اومنفی افکارو ترمینځ توپیر

مثبت افکار: جوړونکی اوانګیزه ورکونکی او انرژی بښوونکی د دومداره تمرین په ذریعه ذهن ته لار پیدا کوی اوذهنی مثبت فکرسبب ګرځی او پدی صورت کی د فکر کنترل زمونږ په اختیارکی وی.

منفی افکار:هغه افکار چی دانسان  ذهن ته یی لاره پیداکړه اود انسان ذهن یی اشغال کړو منفی ګیرای خواته انسان رهنمایی کوی پدی صورت کی انسان خپل فکر،اوذهن اختیار له لاسه ورکوی. منفي افکارغوسه، خوابدي، اضطراب، خپګان او داسي نوري رواني ناجوړۍ  ستونزی او مشکلات رامنځ ته کوي.

دمثبتو افکارو لرونکو خلکوخصوصیتونه:

  1. ددی باوجود چی دوی دماضی په هکله فکرنه کوی او دموجوده یا چاریحالت کی ژوند کوی اوهغه  څه چی لری او په اختیارکی یی دی ورته خوښ اوراضی وی.
  2. دنورمنطقی او رغنده نظریاتو نه ګټه اخلی او دغلطو نطریاتوته د رد لپاره منطقی دلیل لری.
  3. په خپلو خبرواو ویناو کی دمثبتو عباراتو،کلمو اوجملوڅخه کاراخلی چی امید بښوونکی وی.
  4. دوی تل هڅه او کوښښ کوی چی بریاو ته ورسیږی او که بریاوته ونه رسیدل اول ددی عامل په خپل ځان کی ګوری او مطالعه کوی او وروسته یی په بیرونی ابعادو پسی ګرځی.
  5. دوی له عمل یا خبروکولو نه مخکی ښه فکراو سوچ کوی اوله همدی عمله دوی لږدخطاواواشتباهاتو یاضدونعقیصونه په امان کی وی .
  6. دوی چون دمثبت ذهن  فکراو سوچ خاوندان دی په اسانه سره کولای شی خپل افکارکنترول کړی.
  7. که چیری له دوی څه یو څوک دیوی موضوع په اړه ک وپوښتی دوی دموضوع مثبت اړخونه بیانه وی اوموضوع ته په مثبت اونیک نظرګوری.
  8. ستونزی ناچیزه بولی او دهغوی دخل لپاره دخپلی وړتیا او نورودرهنمایی او مشورو نه ګټه اخلی.
  9. تل بشاشه ،تازه،توانا خوشحاله او با انرژی بریښی هرڅه ددوی په نطرښه بریښی او دژوندانه دټولوشیبونه خوند اخلی.
  10. دنورپه هکله تل حسن نیت اونیک نظرلرونکی اوترخپل توان هحه کوی چی دنورو سره مرسته اوکمک وکړی حصوصآ پّ اجتماعی اړیکوکی.

دمنفی افکارلرونکو خلکو خصوصیتونه:

1-دوی تل دخپل موجوده اوماضی حالت نه ګیله من او شکایتی وی همدارنګه د راتلونکی په اړوند هم بدبینه وی.

2-دوی غالبآ دنورودنظریاتو سره بیدون دمنطقی دلیلو سره مخالفت کوی.

3- په خپلو خبرواوویناو کی تل د منفی کلماتو ،جملو اوعباراتونه کاراخلی.

4-فکری تمرکز نلری تل ضداونعقیصی خبری کوی اوتل خپلو رفتارونو کی دخطاوی اواشتباهات کوی یا په بل عبارت اول عمل کوی بیا وروسته فکرکوی.

5-چون دمنفی سوچ خاوندان دی افکاری یی هم په هغوی اغیزمند دی او په ذهن یی په کنترول کی نه وی.

6- که له دوی  څخه دیوی موضوغ په اړوند وپوښتلی شی دوی به دموضوع منفی اړخونه بیانهوی او له منفی نظربه یی بیانه وی اومثبت اړخونه به یی نه بیانه وی.

7- دوی تل  بد خویه ،بد مزاج ،کینه کښ ،احساساتی ،عصبی او مایوسه بریښی.

8-هرحه ته په ناامیدی  سره ګوری اوهرهغه څه چی په اختیار کی لری خوند تری نشی اخیستلی.

9- په اجتماعی لخاظ دنوروپه هکله تل منفی ګیرا وی دهرجا په اړوند منفی نظر لرونکی او بدبینه وی او په دی فکر کی وی چی ټول دهغوی په خلاف توطیی کوی بی باوروی پرهرچا باندی ، فکری اسیتقلالیت نلری.

هر ورځ د مثیت افکارو لپاره تمرین وکړی: که چیری منفی افکار ولری ددی انتظار ونلری چی په یوه شپه  یا یوه ورځ کی مثبت افکار خپل کړی کوښښ وکړی مثبت لوری ته تمایل پیداکړی او تمرین یی کړی  دړامداره خوشبینی خپله کړی او مثبتی کړنی ترسره کړی او مثبت فکر ومکړی ترځو منفی افکارمو په مثبتو افکارو واوړی. ځکه چی بریالی خلک هغه خلک دی چی توانیدلی دی په خپلو ذهنونوکی مثبت فکرونه او افکار خپل کړی.او هغوی چه وایی دڅه جوګه ندی په واقعیت کی دوی مثبت افکار شاته پریښودی دی او منفی افکارو ته یی مخه کړی. هغه کورنی  او یا خلک چی مثبت فکرکوی او مثبت افکار لری اودخپلوکورنیوغړی یی مثبتی خواته رهبری کړی دی دوی هر ناممکن کارممکن کړی او بریاوی یی په نصیب شوی دی په مثبتو فکرونواو افکارو کولای شو خپلو کورنیو ته نیکمرغی ، خوشبختی او سوکالی په برخه کړو سره دبریاو.

نن سبا زمونږ په  افغانی ټولنه او ځصوصآدولتی ادارواوارګانونوکی منفی افکاراو نظرونه  شتون لری دمثال په توګه یوځوان دلسانس په کچه فارغ التحصل شی او په ډیر مشکلاتو او ستونزو ګاللو سره دوی ځانته وظیفه او شغل پیداکړی څنګه چی دنده اشغال کړی د منفی افکارو سره مخ کیږی چون دوی کاری تجربه نلری. لمړی ورته ووایی ته ولی په استعلام ، وړاندیز، مکتوب لیکلو صادره او وارده  نه پوهیږی . کاری موقع ورته نه برابروی او نه  دفتری کار ورته زده کوی . او حتی تهدید اوتحقیروی یی او تل ورسره منفی برخورد کوی کاری روحیه  یی وژنی . درحالیکه  داداری اصولو په اساس باید هر ه نوی کارکونکی ته  لمړی سرکی داداری په هکله معلومات ورکړی همدارنګه اداری برخه او خصوصآ هغه څانګه ته چی استخدام شوی وی په هغه برخه کی کومی چاری چی ترسره کیږی ورته باید خاص ترینګ اوزده کړه ورکړل شی کاری وسایل او دکارخونه یا مناسب دفتر ورته په اختیارکی ورکړل  شی او دری میاشنتی ازمیاشی دوره کی ورسره باید ډیر نیک برخورد وشی ترڅو په یو لوړ احساس سره دکارکولو روحیه باندی سمبال شی او داداری مشر باید دوی ترخپلی پالنی او نظر لاندی وساتی په اداری جلسو، میټنګونو اوکاری جلسوکی ورته د ګډون برخه ورکړل شی تر څو دوی داداری کارونو ترڅنګ داداری جلساتو او ناستوسره اشنا شی جراعت پیداکړی او هم کاری وړتیایی وده وکړی،او ترڅنګ یی کاری ځواک پیاوړی شی. او په کاری روحیه باندی سمبال ځوانانوته کاری فرصتونه برابرکړی .

ګرانوهیوادوالواو خصوصآدهیوادځوانانوراځی دعصری علومو ترڅنګ ځان په مثبتوافکارو سمبال کړو پدی خاطر که چیری زمونږ دید او فکر دیوی موضوغ په اړه مثبت وی نوپوهی شی چی تول شیان او هرڅه مثبت اومونږته انرژی رایښونکی وی.او که چیری زمونږدید اوفکر دیوی موضوع په اړوند منفی وی بیا نو پوهی شی جی ټول ښیان او هرڅه منفی او نا امید بښونکی دی.

همدارنګه زمونږ په ټولنه کی منفي ذهنونه دومره حاکم شوي چې دټولو ناپوهۍ، بې اتفاقۍ، وروسته والي او ناخوالو سبب شوی دی که چیری مثبت ذهنیت خپل کړو انسان خپلوهيلو ، اهداف او مخو ته په اسانه سره رسیدلی شی هم انسان اوهم ټولنی ته خوشبختی ورکوي.  همدامثبت ذهنیت دی چې مونږته انرژی اوقوت رابښی اوز مونږ دبریاو سبب ګرځی. راځی په شعوری توګه دمثبت فکراوسوچ کولوپیل کړوخپل سلوک همدارنګه روش کی مثبت بدلونو راولو ددی ترڅنګ خپلی ځانی مفکوری هم مثبتی خواته جهت ورکړو. ددی اهدافو ته درسیدلو لپاره تل باید خوش بینه اومثبت فکربایدوکړو او خپل سلوک اوروش داسی مثبت عیارکړو چی دهر موضوع او هرڅه په اړه باید مثبت ذهنیت ولرو هرڅه باید دمثبتو زاویونه وګورو اوقضاوت هم باید مثبت وکړو حتی که ځنیی موضوعات منفی هم وی باید مونږ یی دمثبت اړخ نه وڅیړو پدی خاطر چی ترڅومونږښه ، بهتره اومثبت فکرونکړو هیڅ شی ښه او بهتره کیدای نشی. مثبت فکرزمونږ دځانی مفکوره نه پیل کیږی که زمونږ ځانی مفکوره او خیال مثبت وی مونږ به هرڅه ته په مثبت نظرګورواو که خپلی ځانی مفکوری منفی عیارکړو بیابه زمونږ ذهنیت دهرڅه په باب منفی وی. راځی خپلی مفکوری لمړی مثبتی کړو خپل سلوک او چلند مثبت کړو اونورهم  مثبتوافکارو خپلولو ته راوبلو عامه  پوهاوی دځوانانو ترمینځ پیل کړوخپل چم او ګاونډ کی یی عملی کړو.ځان لپاره لنډ مهاله اهداف او موخی وټاکو ترڅو یی په اسانه  ترلاسه کړو خوشبینه او مثبتو افکارو ته وده ورکړو. منفی دهنیت لرونکی ځوانانو سره باید کاروکړو اودوی و هڅوو ترڅومثبت ذهنیت خپل کړی. دماضی پرځای دراتلونکی په هکله فکروکړودناکامی پرځای باید دبریاو په فکر کی شو همدارنګه په خپل چاپیریال کی باید ځانه دمثبت ذهن لرونکی په نمونه تبدیل کړو ترڅو نورزمونږ دمثبتوافکارو نه الهام واخلی  دخپلو دوستانو ،ملګرواوخپلوانو په بریااو ترقی باندی خوشحاله شواو هری منفی اوستونزمنه موضوع ته باید په مثبت نظروګورواو ترڅنګ یی د موضوع مثبت اړخونه وڅیړو. مثبت افکار زمونږد لوړشخصیت  سبب کیږی اومونږدبریاو او خوشبختی عامل ګرځی.، همدارنګه  مثبت افکار دډیروۍ ستونزو دحل کلی ګرځی مثبت افکار ټولنه او وګړی سالم جهت ته سوق کوی. همداشان که چیری زمونږ ځوانان ځان په مثبتو افکارو سمبال کړی او په ټولنیزژوندی کی یی عملی کړی مونږ باوری یو چی دهیواد موجوده ستونزوپه حل کی به مهم او اساسی رول ولوبوی.

په هیواد کی په عصری علومو او مثپتو اقکارو سمبال ځوان قشر او خوځښت په هیله

 

دعربستان او قطر ترمینځ کړکیچ دترامپ غوښتنی او په منطقه باندی یی تاثیرات

 

سعودی عربستان یو پاچایی دولت دی چی د عرب په ټاپووزمی کی پروت دی او د عرب دټاپووزمې تر ټولو لوی هېواد دی. د سعودی عربستان په جنوب کی د الیمین سره، په جنوب ختیځ کی د عمان سره، په ختیځ کی د قطر سره او په شمال کی د عراق، کویت او لاردن سره گډې پولې لری. مساحت یی ۲۲۴۰۰۰۰ کلومتره مربع دی. پایتخت یی الریاض دی. د سعودی عربستان سطح اواره ده. د سعودی عربستان په جنوب کی لوی دښته پرته ده چی د رب الخالی په نوم یادېږی. د هېواد په لویدیځ کی غرونه سته چی د المدیان او الحجاز په نوم یادېږی او په جنوب کی د عسیر غره شته. په سعودی عربستان کی هیڅ سیند نسته.

دعربستان اوقطر ترمینځ کړکیج د کال1992دسرحدی سیمو پرسره دیو نظامی کړکیچ چی دهغه په نتیجه کی یو دسعودی نظامی افسر او دوه دقطر دنظامیان په وژنی سره پا ی ته ورسیدو دهمدی کال دنوامبر په میاشت کی دخلیج فارس هیوادونو دهمکاری شورا دوزیرانو دسطح غونډی تحریمولو سره ددوی تر مینځ اړیکی  ټکنی او تربګنی شولي خوددسامبر دمیاشتی د 20 نیټه د ریاض او دوحه  تر مینځ په موقته ټوګه یو موافقه لیک امضا شو او دغو اختلافاتو ته یو سر پوښن کیښودلو او دهمدی قطعنامه په بنسټ عربستان څوکیلومتر خپله خاوره د قطر حکومت ته پریښودله. مګر په کال 1365 دابوالخفوس چی له یوی سمندری هډی  سره موقعیت لری او همدارنګه خود العدید چی دخلیج دجواهر په نوم یادیږی او یو کوچنی خلیج ته ورته دی او 158 نفر نفوس لری او دقطر په جنوب کی موقعیت لری او دقطر لپاره دافتصادی  له نظر با ارزښت سیمه ده او دوی کولای شی له دی لاری له اماراتو  چی ددوی  لوی تحارتی شریک دی  دارتیاط او نښلیدو مهمه لاری په ټوګه ګټه تری اخیستلی شی په سر اختلافات راتازه شول همداراز بل داختلاف ټکی دخلیج فارس دهمکاری دهیوادونو  دشورا دمشری او ریس په ټاکنه اختلاف نظروو چون دوی دواړه دعربی هیوادونو درهبری داعیه لری  او په منطقه کی د سیاسی نفوذ دزیاتوالی لپار په اختلاف کی دی او دیو بل د راپریزولو په تکل کی دی. په کال  1995 د جون میاشتی کله چی دقطر بادشاه یوی رسمی سفر باندی قاهره ته تللی وو دیوه کامیابی سپینیکودتاه چی دشیخ حمد بن خلیفه ولیعهد قطردخپل پلار په خلاف وکړه اوداسپینه کودتاه دامریکا په حمایت اودهغوی لخوا په رسمیت پیژندنی سره دعربی خلیج فارس هیوادونواندیښنی یی راوپارولی. دعربستان ،امارات،بخرین او مصر نظامی دخالت په فوریه کال1996 دحمد بن خلیفه دقطرپخوانی امیر او دهغه پلار بیرته قدرت په ګیډی کیښنوی چی دابوظبهی په یو هوټل کی یی اقامت لرو.دا دخالت کامیابه نه وو او دعربستان او قطر ترمینځ نورهم کړکیچ او تاو تریخوالی توند شو ، اوعجیبه داچی دقطر امیر سلیمان بن عبدالغزیز د سعودی  اوسنی  بادشاه اوورور یی امیر سلطان دسعودی ددفاع دوخت وزیر یی د کودتا واقعی او اصلی طراحانو په نوم تورن کړل.

په کال 2005 کی دقطر دولت حدود4000 نفر د بنی مروه دقبیله په دی تور چی ګواکی دکال 1997 به نارامیو کی په لاس درلودلو یی دهغوی ټولی دارایی او ملکیتونه ضبط او هغوی یی د قطر څخه اخراج کړل دبنی مره قبیله هغه قبایل دی چی اصلآ دجزیره العرب یعنی اوسنی عربستان استوګن  او دقطر په جنوب کی استوګن وو ددوی تابعیت یی لغو کړو ، او داکړنه د شاهزاده طلا بن العزیز د سعودی دبادشاه ورور او دخلیج فارس د برنامو دریس له خوا په اعتراض او غبرګون بدله شوه او دقطرڅخه یی وغوښتل چی ددوی په اړه تجدید نظروکړی. او په کال 2011 کی دقطر لخوا داخوان المسلمین څخه پلوی او حمایت او د سعودی لخوا داخوان المسلمین سخت دریځه ډله د ترورستی ډلو په نوملړکی دشاملولو په سره هم جور اختلاف نظر رامینځ ته شو همدارنګه په 2011 کال قطر دخپل مطبوعاتی رسنیز او سیاسی نفوذ په ذریعه دعربو دپسرلی په نوم اعتراضاتو په جریان کی په څو عربی هیوادونو کی داسلامپالو سخت دریځو عورځنګونو څخه  ننګه ته ډه ډه ورکړه. په کال2013 کی کله چی  دمصرحمهور ریس د مصر دفوځ له خواګوښه شو او ښاغلی عبدالفتاح سیسی جمهور ریس شو دمصراو قطر ترمینځ هم اړیکی کړکیچن شوی مصر او یوشمیر نور عربی هیوادونو قطر د اخوان المسلمین څخه په پلوی تورن کړو درحالیکه چی عربستان اومتحده اماراتو د عبدالفتاح سیسی په مشری دمصر نوی تاسیس شوی  حکومت ننګه او حمایت وکړو. یو کال وروسته 2014 دمارچ په میاشت کی عربستان ،بحرین او متحده اماراتو څپل سفیران او دیپلوماتان د اعتراض په توګه  چی ګواکی قطر ددوی په کورنیو چاروکی مداخله کوی له دوحه څخه راوغوښتل او دغه کړکیچ ددغو دریو هیوادنو ترمینځ تقریبآ اته میاشتی دوام وکړو. اما ددوی تر مینځ سمندری، هوای او ځمکنی دخلکو تګ راتګ اړیکی نورمال جریان درلودو او داتباعو اخراج ترسره نشول همدارنګه  ریاض ،منامه ،ابوظبی په هغه وخت کی دوحه  داسلامی سخت دریځو ډلو په حمایت تورن کړو.

په کال 2017 کی دڅلورو عربی هیوادونو دعربستان سعودی په مشری باندی چی عبارت دی  له عربستان ،مصر،بحرین او متحده امارات دقطرسره خپلی دیپلماتیکی اړیکی پری کړی اویو شمیر نورو عربی هیواودونو چی عبارت دی له لبیا ،یمن ،سنکال ،مورتیانی،چارکومور، نیجروګابن له دی اقدام څخه خپل خکایت وکړو او څپل اړیکی یی د قطر سره پری کړی.او اردن هیواد هم وویل چی خپل دیپلماتیک اړیکی به له قطر سره راکم کړیږاو دا لمړی ځل دی چی دعربی حوزی خلیج فارس دقطر سره په کړکیچ او هغه هم لاډیر جدی کړکیچ اوتاو تریخوالی ته لاړل.

ډیری په دی نظر دی چی دخلیج فارس دهیوادونو دهمکاری شورا کی موجوده بحران دقطر په سر چی ګواکی دا هیواد د اخوان المسلمین  یا دایران سره داستراتیژیک اتحاد  او د ښاغلی شیخ تمیم د قطر دامیر اخری اظهارات دی. مګرپه خواشنی سره باید ووایم چی  د بخران اصلی دلیل  کووم چی په رستیو او مطبوعاتو او یاهم  اجتماعی شبکو کی انعکاس شوی دی داسی ندی صرف دا یو صوتی بمب ته ورته دی چی دخاور او دوړو بادول وی او اصلی هدف پټولو په مانا دی.

او تل مونږ ددی شاهدان یو چی په جهان کی دهیوادونو ترمینځ تل اختلافات او بخرانونو اصلی دلالیل اکثرآ د اقتصادی کټو او منافعو پرسروی او په بله مانا پیسی او یا هم ډالروی. دقطر او عربستان  ترمینځ اختلافات  هم په همدی ټکی  ولاړل دی. او دااختلافات  خاورمیانه ته دامریکا دمتحده ایالاتو دجمهور ریس ښاغلی ترامپ د سفر څخه وروسته رامینځ ته شوی دی،اوتقریبآ500 میلیارد دالرو معامله پرسر ده  او وافعیت دادی چی  دارقم وافعی  رفم ندی په دی خاطرچی تراکپ مخکی دسعودی عربستان  ته  د خلیج فارس دری عربی هیوادونو نه غوښتلی وو چی په حدود د یونیم تریلیون ډالر (1500 میلیارد دالرو په ارزښت به دعربو سره  قراردادونه بایدامضآ شی. همدارنګه  مخکی له دی چی ترامپ له ریاض څخه لاړشی او سفر پای ته ورسوی دلته باید یوټکی ته اشاره وکړو چی ښاغلی ترامپ یو کاوبای لرونکی ذهنیت لرونکی دی او کاوبای مانا غوایی ساتونکی او دادی نطر ته  رسیدلی دی چی  دخلیج فارس عربی حوزی دری هیوادونوخلک د غوایانو ساتونکو حخه کم ندی . داچی دوی ډیری  پیسی او هستی لری مګر ددی لیاقت او ارزښت دومره نلری. او ترامپ  هغه شخصیت دی  چی په دی لټه کی دی چی دامریکا ملت ته باید هر څه ورکړی او په دی عقیدی دی چی دالوړ رقم کولاشی  د امریکا اقتصاد تقویه کړی او هغه  به دی هم پوهیږی چه اخرینه خبره پیسه کوی او دامریکا ملت لپاره ترهرڅه نه اړینی دی او دا هغه حه دی چی ترامپ په خپله ټوټیرپاڼه که هم ورته اشاره کړی اوویلی دی(تاسی ته می دخاور میانه نه په میلیاردونو ډالرراوړی دی،کار،کار،کار) او په دی ټوګه ترامپ غواړی چی خپل مخالفین غلی او ارام کړی، او ورته وایی چی زه  اقتصادی لاسته راوړنی لرم جی تراوسه پوری  هیڅ یو حمهور ریس هم نه درلودلی چی دخپل څلور میاشتی کاری موده کی دومره لوی مالی قراردادونه  امضا کول دی. او دعربی خلیج فارس دری هیوادونو ، دقطر ، امارات او عربستان ژمنه کړی وه چی دالوی رقم به ورکوی. سوال دادی چی دادری عربی هیوادونه ولی دومره لوی رقم باید ورکړی؟ اویا نور هیوادونو کی امریکای پوځی هډی  نشته اوپه سلهاو زره بحری اوفوځی عسکرو شتون هلته نشته او که څنګه؟ او هعه هوکړه چی دغو دری عربی هیوادونو کړی وو چی دا رقم به تادیه کوی دځان دساتلو لپاره وو ؟ دافتصادی راکړی ورکړی پربنیاد وو ؟ او که دامریکا دحمایت لپاره ترڅو ددوی داقتدارا، قدرت او حاکمیت کرسی ساتنه او مخفوظی کړی شی؟ ولی ددوی ترمینځ حالات هغه وخت تربګنی شول چی دقطر هیواد امیر دشوی ژمنه نه په شاه شوو . د قطردی عمل د سعودی عربستان او اماراتو  داندیښنی  سبب وګرځیدو او دوی  شخصآ د قطر دامیر نه دانتقام اخیستلو په فکر کی شول او دقطر دحکومت رسانی یی هک کړی او دقطر هیواد په رسانیو یی وحشنتاکه حملی سازمان دهی  کړی اودقطردامیر پرضد یی پراخ اوتوند اظهارات پیل کړل اوتراوسه پوری جاری دی او دغه لګیدلی اور به خاموشه نشی .

یادشوی رقم ډیر زیات دی او ددغو هیوادونو داقتصادی حالت ته په کتو سره دوی یی امریکاته نشی ورکولی او نه یی امکانات لری او دا یو خیالی رقم دی  چی د دی دری واړو هیوادونو دکلنی مالی بودیجی څخه هم زیات دی اوداسی هم اټکل کیږی  جی دیادو دری عربی هیوادونو افتصادی حالات به دسختو  بحرانونو سره مخ شی ددوی بازارونه به په ډراماتیکه توکه سقوط وکړی او ډیری پانګه وال به خپلی پانګی بهرنیو هیوادونوته انتفال کړی  او پانګه والو ته  به دسوداګری حالات سخت او ستونزمن شی او بهر ته به وتښتی او داکړنی به  داقتصادی وضعیت ترڅنګ په امنیتی حالاتو باندی هم په مستفیمه توګه اغیزی وکړی اوامنیت حالات به ورسره خراب شی. دریاض دسفر څخه دترامپ دراستنیدو سره سم دامریکه غصه او قهرراوپاریدو او امریکایی سیاستمدارنو بی دمخکی خبرداری نه شدیدی او لفظی حملی دقطر دهیواد او دهغوی امیر باندی وکړی  حتی  داتهدید یی هم  وکړو چی دامریکایانو پوځی هډه د العدید چی دوحه کی ځای پرځای شوی دی  دقطرنه وباسی اردن او یا خلیج فارس ته یی انتقال کړی.

دقطر هیواد هغه مرستی چی لبیا ،سوریه او مصر او عراقی تروریستی او سخت دریځو ته  په بیشماره ټوګه ورکړی اوس دبودیجوی کسر  سره مخامخ دی او ددومره لوی رقم دورکړی ظرفیت نلری چی خپله ژمنه ترسره کړی. همداشان د2022 دورزشی جهانی جام ته داستدیومونو په جوړولوکی چی قطربه یی کوربه وی هم  ډیره زیاته پانګه ونه وشوه  چی داهم د فطر هیواد په اقتصادی او زیربنایی  بنبادونو باندی اثراچونکی دی قطر د ژمنه شوی رقم نه خاص انکارندی کړی بلکه څان یی یو خواته کړی دی. د قطر دی حرکت  خپل دواړه ګاونډیان یی خفه کړی او هغوی داسی احساس کړی چی ګواکی د قطر امیر دوی دوکه او تیر باسلی دی او یا خندا ورباندی کوی له همدی امله دشدیدوغبرګونونواولفظی حملو سره مخ دی.

دقطر کړکیچ اوښانو او نور څارویوته ته هم زیات زیان رسولی دی په یوټیوب یوه خپره شوې وېډیو کې ښکاري چې د اوښانو یوه لویه رمه له سعودي نه قطر ته روانه ده، دا رمه سعودي کې په وړتیا توګه له کوم قید او شرط پرته پوول کېده.
د سعودي خبري رسنیو ویلي، دا ګام داسې مهال اخیستل شوی چې سعودي کې د ګرمۍ موسم ډېر زیات شوی حال دا چې دغو مالونو ته اوبه او څړځایونه په وړتیا توګه ورکول کېدل. سعودي عربستان د قطري اوښانو او مېږو څښتنو ته له خپلو څړځایونو د ګټې اخیستو اجازه ورکړې وه، په تېره بیا په سرحدي سیمو کې ازادانه ګرځېدل. بل خوا قطري چارواکي هڅه کوي دغو اوښانو او مېږو ته نور بدیل څړځایونه ومومي، او له سعودي نه دغو رمو ته د تم کېدو او د اوبخور او ورشو لپاره نور ځایونه چمتو کړي.
د قطر “الرایة” ورځپاڼې ته له سعودي نه د شړل شویو اوښانو د چارو مشر جاسم قطان وویل، د شړل شویو مالونو شمېر ۲۵ زرو ته رسېږي، چې ۱۵ زره یې اوښان او لس زره مېږې دي.
د قطر حکومت ددغو مالونو د پالنې او څړځای لپاره د لنډمهالي ځای چمتو کولو په لټه کې دی، د اوبخور او وښو زېرمو غم یې هم ورسره دی.
د ښاروالۍ او چاپېریال اړوندو ادارو ویلي، هڅه کوي بدیل خو لنډمهالي ځایونه چمتو کړي.
اټکل دی چې له سعودي نه د شړل شویو اوښانو او مېږو د رمو نوې څپې له کوچني اختر وروسته قطر ته ورسېږي.

همدارنګه د قطر قوی ا قتصاد نه عربستان اونه هم امریکا ته برداشت وړدی او نه هم دوی ته دقطردا چتک اقتصادی پرمختګ زغملو وی په قطر کی  دسړی سره عاید دکال 146000 امریکایی ډالر دی  په نړی کی دوهم  هیواد دی  چی تقریبآ 30 زره میلونران لری ،  دتعلیم دښه کفیته له نظر  په عربی هیوادونو کی لومړی او  په نړی کی دجاپان نه  څلورم هیواد دی دروغتیا دښه کفیت او  دفساد سره  د مبارزی په ډګر کی عربی هیوادونو کی لمړی او په نړی کی شلم مقام لری  په رقابتی ډګر کی  عربی هیوادونو کی لمړی  او په نړی کی  دولسم مقام لری دبی روزګاری ګراف یی ټیټ دی  دقطر دبانک سرمایه 1.1 قطری ریال چی( 273497267759.5628) امریکای  ډالر کیږیاو دنړی تر ټولو ستر پانک دی چی 520 میلیلرده ریاله  سرمایه لری حکومتی  شتمنی یی 300 میلیارد دالرو ته رسیږی او په 39 هیوادونو کی یی سرمایه ګذاری کړی ده په 17 هیوادونوکی د مخابراتی  سکتور په برخه کی  107 میلونه ګډونوال (مشترکین)لری دانګلسنان په هیواد کی تقریبآ28 فیصده ټاورونه یا لوړ تعمیرونونه قطر پوری اړوند دی او په ټوله نړی کی  يواخینی هیواد دی چی مالیه ورکی نشته او دملی سپما  له پلوه لمړی مقام لری او دطبیعی پیښو دکمښت  او غذایی مصونیت تر ټولو مصنون هیواد دی  او لمړی هیواد دی چی نوری فایبر شبکه  یی تر ټولو اول وغځوله او دانترنیت  دسرعت له پلوه  په عربی هیوادونو کی لمړی مقام لری د LPG دتولید  کی قطر هیواد لمړی مقام لری  او 15 میلیارده بیرله تیل لری  چی دا رقم  یی د 40 کالو لپاره  بسنه کوی او دنړی په سطحه دپترولو او مشتقاتو (پترو شیمی موادو په تولید کی ځلورم مقام لری او دساینس او ساینسی تحقیقاتو په اړه ځانګړی پاملرنه کوی.

دقطر هیواد کوښښ کوی  چی په منطفه کی په نو اتیلافونو سره خپل رول په منطقه کی مهم او بارز وښایی دترکیه څخه وروسته دایران  سره نږدیکیدلو او دهند دحکومت سره د سوداګری نوی ټړون یادونه وکړو همدارنګه دقطر ،کویت ،عمان ،  او روسیه سره دقطر نږدی کیدلو احتمال همم لیدل کیږی. او دقطر امیر دعربی نړی ی لمړنی مشروو چی حسن روخانی ته یی دجمهوری ریاست په ټاکونوکی دیریا له امله مبارکی ورکړه او دایران سره یی داړیکو اومناسباتو ژمنه وکړه چی دانه هم عربی هیوادنوته اونه هم امریکاته دمنلو او برداشت وړوی. بل اړخ ته عربی هیوادونه  امارت چی تقربنآ دایران سره 6 میلیارد ډالر کلنی سوداګریزی اریکی او دعمان  دپادشاهی حکومت چی دایران استراتیژیک ملګری دی او اشتثنایی اړیکی  لری  او دوی ټول  دخلیج فارس هیوادونو دهمکاری دشورا غړی دی او دهمدی توافقاتو پربنا پریومیز سره راغونډیږی هغوی ته ولی نه عصبانی کیږی ؟بواځی قطرته په قهر او ګوټه څنډنه دی. اصلیدلیل دا دری اړخیزه اختلاف ندی  چی ایران اویاهم اخوان المسلمین  سره یا خماس  سره دقطر داړیکو ندی بلکه  اصلی  دلیل دامریکا حفګان او دقطر دامیرڅخه دی چي خپله ژمنه شوی وعده یی پوره نکده او تعهدی ییمات کړو او خپله حصه یی امریکا ته ورنه کړه  او دقطر خارجه وزیر اوس هم دخپل هم سیاله امریکایی خارجه وزیر سره مذاکره کی بوختدی جی دغه  رامنځ ته شوی  بخران ته دپای ټکی کیږدی.ولی ددی حل لاره داده چی دقطر له خوا شوی وعده او هغه رقم  چی تعهد یی کړیو هغه باید  که داقساطو په ټوګه هم وی دترامپ حکومت ته ورکړی. مګر دا اختلافات لا هم  دوام لری او دقطر او سعودی عربستان دمشرانو ترمینځ  دزیاتیدونکی تاوتریخوالی له کبله دکویت د تیلو  داجراییه شورا په غونډه کی ددواړو هیوادونو دورغلو پلاو داستازو ترمینځ یی فزیکی جګړه ښه ثبوت کیداشی.

اخذونه

يورونیوز

خبرانلاین ایران

الصوت الاخر

خبرګذاری نسیم

بی بی سی فارسی

بی بی سی پښتو

Sputnik

ګوګل