د کتاب نوم: ناليکلي ټولنـیز قوانین: د معاشرت آداب ـ لیکوال: محمد صفر خواريکښ دیجیتال جوړښت: قاسم آسمایي دیجیتال نشر: د راه پرچم انتشارات

د کتاب په باره کی

د نړۍ په ټولو هېوادونو او بيلابيلو سيمو کې، چېرې چې انسانان ژوند کوي پر ليکل شويو قوانينو سربېره ځيني ناليکلي قوانين هم شتون لري. دغه نالیکلي قوانين يا اصول په ټولنـیز ژوند کې د معاشرت د آدابو به بڼه لیدل کېږي.

دا قوانين داسې دي چې په رعایت کولو يې څوک نه اړ ایستل کېږي او نه يې په پام کې نه نيولو سره چاته جزا ورکول کېږي. خو آگاه او مهربان انسانان يې پخپله خوښه له نورو کسانو سره په مخامخ کېدو کې د غوره چلندونو په توگه، په رعایت کولو ځانونه مکلف گڼې. دغه غوره اصول او چلندونه د معاشرت آداب بللی شوو.

که پخپل چال چلند کې د نورو په وړاندې هر څومره مؤدب او مهربان اوسو په هماغه اندازه به نورو ته د گرانښت او درنښت وړ شوو. په دې کار سره نه يوازې خپل ځان او شخصيت ته گټه رسوو بلکې د يوې سالمې او مهذبې ټولنې په لور گام اخلو. د معاشرت آداب لکه عطرو غوندی دي چې موږ يې د ځان لپاره کاروو خو خوشبويي نورو ته هم رسېږي او خوند ترې اخلي.

د ټولنيز چال چلند دغه آداب، د نورو حال ته د پاملرنې او هغوۍ سره د محبت ښودلو لپاره دي. د بېلگې په توگه که له چا سره سلام یا روغبړ کوو مقابل لوري ته يې ښایو چې د هغوی له روغتيا او سلامتۍ سره مينه لرو. د لاس يا غېږ په ورکولو له هغوی سره خپله دوستي او صميمیت بيا ځلي تازه کوو.

هغه کسان چې تاسو نه پېژني او تاسو لومړی ځل گوري کولای شي ستاسو د معاشرت دآدابو له مخې ستاسو د شخصيت په اړوند قضاوت وکړي، نو له دې امله د معاشرت د آدابو زده کړه ډېر ارزښت لري.             

د معاشرت د آدابو دغه ناليکلي اصول له يو هېواد نه تربل هيواد او له يوې انساني ټولنې تر بلې او ان کله له يو ښار نه تربل ښار توپير لري. ډېرې داسې کړنې شتون لري چې زموږ په هېواد افغانستان کې ښې نه گڼل کېږي، تر سره کوونکي يې د خلکو تر سترگو بد ورځي. دغه کړنې بيا په اروپايي او ان ځينو آسيايي هيوادونو لکه پاکستان کې عادي گڼل کېږي. لکه د خلکو په منځ کې د نس د بادو ایستل، چې زموږ هيواد کې يې د شرم او خجالت لامل گڼي، خو په پنجاب کې يې شرم نه بولي.

همدارنگه هغه څه چې په یو هیواد کې وړ او ښه دي ممکن په بل هیواد کې خورا بد چلند وي. د بيلگې په توگه په دنمارک او چين کې ناليکلي اصول څرنگه سره توپير لري:                          «په چين کې دا ډيره بده ده چې څوک چاته گړۍ ډالۍ کړي. دا د هغه لپاره چې ډالۍ تر لاسه کوي د مرگ او بدبختۍ مانا لري. په دنمارک کې گړۍ يوه ډېره ښه ډالۍ ده.»                         

ځينې بیا داسې کړنې شته دي چې د ناليکلي قوانينو له مخې په ټولو پرمختلليو او متمدنو ټولنو کې ناوړه او نامعقوله گڼل کېږي، لکه چاته ښکنځل کول او يا د چا غيبت کول. سره له دې چې د اسلام د ديني ارشاداتو له مخې غيبت کول ناوړه عمل بلل شوی دی، خو د هېواد په قوانينو کې يې یادونه نده شوې.

ما پخپله له ځينو کسانو څخه داسې کړنې ليدلي چې نه یوازې دا چې ماته ښې ندي ښکاره شوي بلکې د ډېرو خلکو نه خوښېږي. لکه د خلکو په وړاندې د پزې سوڼ کول، يا په يو دسترخوان او له يو غوري نه د وريجو د خوراک په مهال په غوري کې له خولې نه د پاتې شويو وريجو څنډل. په خونه کې د بل ناست کس مخ ته د پښوغځول او داسې نور.

دا کوچني کتاب چې تاسو يې لولئ له بيلابيلو سرچينو نه په گټنې سره ليکل شوی چې د ليکنې، څېړنې او له دنمارکي ژبې نه د ژباړې يوه کوچنئ ټولگه ده. دا چې دنمارک د ټولنيزو ادابو په برخه کې د نړۍ د گوتو په شمار لوړ انساني کولتور لرونکی هېواد دی او د ملگرو ملتونو ۲۰۱۶ز کال د رپوټ له مخې د نړۍ لومړی درجه نيکمرغه او خوشاله هېواد وو. تل د نړۍ په لس نيکمرغه او خوشاله هيوادونو کې شمېرل کېږي. سږکال (۲۰۲۱ز) یې بيا هم د نړۍ د خوشاله او نيکمرغوهېوادو په ډله کې دریم ځای خپل کړی دی. نو ځکه ما د نيکمرغه او مهذبو هېوادو په استازيتوب دنمارکي ټولنه د دې کتاب د يوې سرچېنې په توگه غوره کړې ده.

نو په زیاته اندازه مې له دنمارکي ژبې Tak skal du ha` (له تا نه مننه) له کتاب نه چې د مېرمن کریستن البورگ ليکنه ده د يو ارزښتناک سرچينې په توگه گټنه کړې ده، چې د کتاب په پاڼو کې د دنمارکي آدابو او دودونو د یادونې په مهال يې لېدلی شئ. مېرمن کریستن البورگ هم پخپل اثر کې د مختلفو هیوادونو له بيلابیلو سرچينو یادونه کړې ده.

له بدمرغه افغانستان په ۲۰۲۱ز کال کې د نړۍ تر ټولو بدبختو او غمجن هيواد په توگه په بدبختۍ او غم کې لومړی او زیمبابوی دویم مقام لري.

هغه ناليکلي اصول مې هم چې په افغانستان کې د هوښيارو او مهذبو کسانو له خوا په راشه درشه او ټولنيزو اړيکو کې رعایت کېږي او بايد ټول يې په پام کې ولرو په کتاب کې کښلي دي.

دنمارکي ليکواله کریستن البورگ ليکي: «ټول هيوادونه قوانين او اصول لري. ځيني اصول ليکل شوي دي او ځينې نه. ناليکل شوي اصول او قوانين هغه دي چې ندي ليکل شوي، خو په هيواد کې يې ټول خلک پيژني. د دغو قوانينو په هکله څوک څه نه وايي، خو پيژني يې. که تاسو دا ناليکل شوي قوانين رعايت کړئ، نو مؤدب او مهربان گڼل کېږئ. که نه نور ممکن ووایی چې تاسو مهذب نه بلکې نامهربان یاست.   

په کارځای، ښوونځي، کور هرچیرې چې یاست باید قواعد وپیژنئ. یو څوک کولای شي ووایی چې ښه سلوک لکه د ترافیک په څیر دی. که تاسو سور څراغ ته ودرېږئ او کله چې څراغ شين شي گاډی وچلوئ، نو تاسو به ستونزه ونلرئ. خو که څراغ سور وي او تاسو گاډی وچلوئ، نو ډیری خلک به خپه یا غوسه شي او دا به تاسو ته ښه نه وي.»

کله چې څوک بهرني هیواد او يا پخپل هيواد کې له يو ولایت نه بل ولايت ته – چې ټولنيز آداب او دودونه يې سره توپير لري – لاړ شي او له نالیکليو قواعدو سره بلد نه وي، نو ښه به دا وي چې نورو ته وگوري او د هغوی په لیدو سره نالیکلي اصول وپیژني، چې نور کسان څه کوي.

مگر کریستن البورگ زياتوي: «سړی بايد محتاط اوسي، هغه څه چې یو یا څو کسان یې کوي ممکن هغه سم یا عام نه وي. د مثال په توگه، ما د یو کال لپاره يوه بهرنۍ ميرمن د ماشوم پالونکې په توگه درلوده. زما درې کلن زوی ته چې کله يې جوشيدلي جوار خوړل له جوارو سره خولې ته دارچینی ورغله. یوکال وروسته ما پرستاره ولیده، هغې وويل: زه ښه پوهېږم، دنمارکيان په جوارو کې دارچيني اچوي. موږ پخپل هيواد کې داسې نه کوو. مگر دا ښه مزه لري. ما نور ډير څه زده کړي دي چې ويې کړم.

ما هغې ته په پوهيدلي نظر وکتل او ومې ويل، دنمارکيان داسې نکوي. هغې گومان کاوه چې، دنمارکيانو لپاره عادي کار دی، ځکه زما زوي يوه شپه دا خندونکې ټوکه کړې وه.»               

په دې توگه کېدای شي سړی په ډيرو شيانو ناسم پوه شي، که چيرې سړی يوازې يو کس ته وگوري او فکر وکړي چې ټول به داسې وي.

که سړی پوه نشي چې څه ښه او څه نامناسب دي، د ډېرو منځ کې ځان پردی احساسوي. په هره ټولنه کې د ټولنيز ژوند د ادابو ډېر ناليکلي قوانين شته چې د هغه ټولنې ډېري کسان پرې پوهېږي او زيات يې د هغو مطابق کړنې او چلند کوي.            

دا کتاب د دغو ناليکل شويو قوانينو په باب دی.                    

                                   محمد صفر خواريکښ

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

نالیکلی-قوانین-ـ-محمد-صفر-خواریکښ